نن دسیپتمبر پر دوهمه د سهارپر شپږ بجې د افغانستان ختيځ ولایت دننګرهار د تورخم په سرحدي سیمه کښي وسله والو طالبانو د امریکايي پوځيانو د پوځي تجهیزاتو پر یوه مرکز ډله ییز برید وکړ چي تر اوسه درې برید کوونکي پکښي وژل سوي او سیمه کلابنده ده. ویل کیږي چي تر برید وروسته دناټو چورلکو بمباري وکړه چي شاید برید کوونکي وسله وال وژل سوی وي. د برید څخه وروسته د تورخم- جلال اباد لولاره تړل سوې ده.
د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده او ادعا کوي چي په برید کښي لس امریکايي ټانکونه ،زیات ټېلر ویجاړ سوي او زیات خارجي عسکر ئې پکښي وژلي خو بل خوا ته ناټو وايي چي په دغه برید کښي هېڅ کوم بهرنی نه دی وژل سوی. رسمي سرچینو د دغي پیښي په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.