کور / هراړخیز / په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه -۲

په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه -۲

ب ) جنگي جنايتونه
د روم اساسنامې اوومي( ۷ ) مادې غوندي د اتمي ( ۸ ) مادې په اول پاراگراف کي هم د جنگي جنايتود دوو متشکله عناصرو( رسمي پاليسۍ او پراخوالي ) يادونه سوې ده. په دوهم پاراگراف کې د جنگي جنايتو د تعريف، ډولو او بېلابېلو حالاتو په اړه داسي راغلي دي:
« د دې اساسنامې د اهدافو له مخي، جنگي جرمونه دا مانا لري:
الف ) د جينيوّا يا ژنيو د (۱۹۴۹ع ) کال د اگسټ د دوولسمي نېټې له کنوانسيونوڅخه سخته سرغړونه ياني د هغواشخاصو يا شتمنييو پر خلاف د لاندي عملو کول، چي د جينيوّا د اړوند کنوانسيون د احکامو له مخي، خوندي گڼل کيږي:
۱- پر خپلسر وژنه؛
۲- د بيالوژيکي تجربو په گډون، هر ډول شکنجه يا انساني ضد چلن( چلند)؛
۳- په عمدي توگه و چا ته سخت درد رسول يا يې وجود او روغتيا ته شديد زيان اړول؛
۴- د شتمنييو داسي ورانول او مصادره کول، چي د عسکري اړتياوو له مخي نه، بلکي د قانون ماتووني او لاپروايۍ په بڼه سوي يي؛
۵- د دوښمن په قواووکي و خدمت کولو ته د جنگي اسير يا بل خوندي کس اړ ايستل؛
۶- پر خپلسر له منصفانه او عادي محاکمې څخه د جنگي بندي يا بل خوندي کس بې برخي کول؛
۷- غيرقانوني شړل( تبعيدول )، لېږل يا بندي کول؛
۸- يرغمل نيول؛
ب ) د بين المللي حقوقو په منل سوي چوکاټ کي د بين المللی شخړو له جنگي قوانينو او تعاملاتو څخه نوري جدي سرغړوني ياني لاندني عملونه:
۱- پر هغو ملکي خلگو يا ځانگړو ملکي کسانو عمدي بريدونه کول، چي په جنگي شخړو او تصادماتو کي مستيقمه برخه نه اخلي؛
۲- پر هغو ملکي تأسيساتو او وسايلو عمدي بريدونه کول، چي عسکري اهداف نه گڼل کيږي.
۳- پر هغو کارکوونکو، تأسيساتو، موادو، واحدو او موټرو عمدي بريدونه کول، چي د ملگرو ملتو له منشور سره سم د بشري مرستو رسوَني يا سوله ساتني په مأموريت کي برخه لري؛ او تر هغه مهاله د هغه مصوونيت مستحق گڼل کيږي، چي د وسله والو شخړو د بين المللي حقوقو له مخي و ملکي وگړو او ملکي اهدافو ته ورکول کيږي؛
۴- عمداً و داسي بريد ته لاس اچول، چي بېله شکه د چا د وژل کېدو يا و ملکي خلگو ته د ضرر رسېدو يا و ملکي هدفو او وسايلو ته د تاوان اوښتو يا و طبيعي چاپېر ته د داسي پراخ، اوږد مهاله اوسخت زيان سَوَب ( سبب ) گرزي، چي له ورايه د هغه تر مشخصي او مستقيمي عسکري گټي زيات يي.
۵- په بېلابېلو وسلو پر بې دفاع او غيرنظامي ښارو، کلو، کورو او ودانييو بريدونه او بمبارۍ کول؛
۶- د هغه مخالف جنگيالي وژل يا ټپي کول، چي د وسلې په گډون يې هر څه په خپله خوښه سپارلي يي؛ او د ځان د دفاع دپاره بل هيڅ شی په واک کي نه لري؛
۷- د متارکې د بيرغ يا د دوښمن د بيرغ، پوځي نخښي، يونيفورم يا د ملگرو ملتو او جينيوّا کنوانسيونو د بېلوونکو نښانو ناسم استعمال، چي له امله يې و چا ته مړينه يا شديد شخصي ضرر اوړي؛
۸ – د اشغالگرو قواوو له خوا په مستقيمه يا غير مستقيمه بڼه و اشغالي ساحو ته د ملکي وگړو لېږل يا و دغه راز ساحې( دننه يا دباندي ) ته د اشغالي سيمو د ټولو يا ځينو خلگوتبعيدول يا لېږل؛
۹- په لوی لاس پر هغو ودانييو بريدونه کول، چي و ديني، تعليمي، هونري( هنري )، عِلمي يا خيريه مخسدو، تاريخي آبداتو، روغتونو او هغو ځايو ته وقف سوي يي، چي ناروغان او ټپيان پکښي راغونډيږي( په دې شرط، چي عسکري نخښي او هدفونه نه يي )؛
۱۰- د اسيرو کسانو د بدن د غړو پرې کول يا يې پر وجود داسي طبي او علمي تجربې کول، چي نه يې د عمومي روغتيا، غاښو يا نوري معالجي له اړخه د توجيه او منلو وړ يي؛ او نه يې د بلي روغتيايي گټي دپاره کيږي، بلکي برعکس يې د مړيني يا روغتيا د سخت زيانمنولوسَوَب گرزي؛
۱۱- په ټگۍ او درغلۍ سره د دوښمن هيواد د خلگو يا اوردو د افرادو وژل يا ټپي کول؛
۱۲- دا اعلامول، چي پر هيچا به رحم او مهرباني ونسي[مخالفين به د بندي کولو پر ځای مستقيماً و وژل سي]؛
۱۳- د دوښمن د شتمنييو اوجاړول يا قبضه کول، مگر دا چي دا اوجاړول يا قبضه کول د ناچارۍ او جنگي اړتياوو له مخي سوي يي؛
۱۴- په محکمه کي د مخالف لوري د خلگو د حقوقو او اعمالو فسخه کول، ځنډول يا نه منل؛
۱۵- د خپل هيواد پر ضد جنگي عملياتو کي و برخي اخيستني ته د مخالف لوري د اتباعو اړ ايستل( که څه هم دا اتباع د جگړې تر پيل مخ کي هم د دوښمنو قواوو په خدمت کي يي)؛
۱۶- د کم(کوم ) ښار يا ځای لوټول،که څه هم د جنگ له لاري نيول سوئ يي؛
۱۷- له زهرو يا زهرجنو وسلو څخه کار اخيستل؛
۱۸- د سا بندونکو، زهرجنو او نورو غازو يا نورو ورته مايعاتو، موادو او وسايلو استعمال؛
۱۹- د هغو مردکو يا گولييو کارول، چي په اسانۍ سره د انسان په وجود کي پراخيږي او خپريږي؛ لکه کلک خول لرونکي گولۍ، چي خپله ټوله مرکزي برخه نه پوښي يا وجود ته د ټپو او پرهارو په جوړولوسره ننوزي؛
۲۰- د هغو وسلو، گولييو، موادو او جنگي لارو چارو کارول، چي تر اندازې زيات ضرر يا غيرضروري ربړ او عذاب پېښيي يا د وسله والو نښتو د بين المللي حقوقو د اصولو او قواعدو له مخي، ذاتاً پراخه او عمومي بڼه لري. په دې شرط چي دغه راز وسلې، گولۍ، مواد او جنگي لاري چاري گرده د هراړخيز بنديز په ډله کي راغلي يي؛ او د يو سل و يويشتمي(۱۲۱) او يو سل و درويشتمي (۱۲۳) مادې د مربوطو حُکمو د تعديل له مخي د دې اساسنامې په يوه ضميمه کي شاملي يي؛
۲۱- د انساني کرامت پر خلاف جرمونه، په تېره بيا د اهانت او سپکاوي چال چلن؛
۲۲- جنسي تېری، جنسي مريتوب، جبري فحشا( لکه څنگه چي د اوومي مادې د دوهم پاراگراف په ( و) فقره کي تعريف سوي دي )، جبري اميدواره کول ، اجباري شنډول او د جنسي زورزياتي نور ډولونه ټول د جينيوّا کنوانسيونو سخته سرغړونه گڼله کيږي؛
۲۳- و هغو ځايو، ساحو او عسکري ځواکو ته د مرستي رسولو په مخسد د ملکي شخص يا نورو خوندي کسانو له حضور څخه استفاده کول، چي په عسکري عملياتو کي برخه نه لري؛
۲۴- په لوی لاس پر هغو ودانييو، موادو، طبي واحدو، ټرانسپورټ او کارکوونکو بريدونه کول، چي له بين المللي حقوقو سره سم، د جينيوّا کنوانسيونو له مشخصو او بېلوونکو نخښو څخه کار اخلي؛
۲۵- د جنگ د يوې وسيلې په توگه، د جينيوّا کنوانسيونو د احکامو له مخي برابر سوو کومکي شيانو د خپلسر بندولو په گډون، د ژوندي پاتېدو له ضروري شيانو څخه د بې برخي کولو له لاري د ملکي خلگوعمدي وږي ساتل؛
۲۶- په وسله والو ملي ځواکو يا ډلو کي تر پينځلسو کالو کښته کوچنيانو شاملول يا يې په جگړو او نښتو کي له برخي اخيستني څخه استفاده کول؛
ج ) په غير بين المللي وسله والو نښتو او منازعاتو کي د جينيوّا د ۱۹۴۹ع د اگست د دولسمي نېټې په څلورو سرو کنوانسيونو کي د مشترکي دريمي مادې سخته سرغړونه ياني د هغوکسانو په وړاندي د لاندنييو عملو کول، چي په جنگ او تصادماتو کي فعاله برخه نه اخلي. البته، په دې ډله کي د وسله والو قواوو هغه غړي هم شامل دي، چي خپلي وسلې يې پر مځکه ايښي يي يا د ناجوړۍ، ټپو، توقيف يا داسي نورو عواملو په وجه، په جنگ کي د برخي اخيستني وړتيا نه لري:
۱- د انساني ژوند او وجود په وړاندي زورزياتی، په تېره بيا د وژني ټول ډولونه، د بدن د غړو پرې کول ( مُثلِه کول )، بېرحمانه چلن او شکنجې؛
۲- د انساني کرامت پر خلاف جرمونه، په تېره بيا د اهانت او سپکاوي چلن؛
۳- يرغمل نيوَل؛
۴- د هغي منظمي او باقاعده محکمې له ابلاغ سوي مخکني قضاوت پرته د اعدام د احکامو تصويبول او عملي کول، چي په دغه راز جرايموکي ټول ضروري او منل سوي قضايي ضمانتونه برابريي؛
د ) د دوهم پاراگراف ( ج ) فقره پر هغو وسله والو شخړو تطبيقيږي، چي بين المللي خصوصيت يا ځانگړتيا و نه لري. سره له دې هم د کورني اړودوړ او ناخوالو پر بېلابېلو حالاتو( لکه ښورښو، د زورزياتي اونورو ورته عملو پر خال خال يا خورو ورو پېښو) د تطبيق وړ نه ده؛
هـ ) له هغو قوانينو او تعاملاتو څخه نوري سرغړوني، چي د بين المللي حقوقو په منل سوي چوکاټ کي پر غير بين المللي وسله والو شخړو تطبيقيږي ياني لاندني عملونه:
۱- پر هغو ملکي خلگو يا ځانگړو ملکي کسانو عمدي بريدونه کول، چي په جنگو او تصادماتو کي مستقيمه برخه نه اخلي؛
۲- پر هغو ودانييو، موادو، طبي واحدو، ټرانسپورټ او کارکوونکو عمدي بريدونه کول، چي له بين المللي حقوقو سره سم د جينيوّا يا ژنيو کنوانسيونو له مشخصو او بېلوونکو نخښو څخه کار اخلي؛
۳- پر هغو کارکوونکو، تأسيساتو، موادو، واحدو او موټرو عمدي بريدونه کول، چي د ملگرو ملتو له منشور سره سم د بشري مرستو رسولو يا سوله ساتني په مأموريت کي برخه لري( اوتر هغه مهاله د هغه مصوونيت مستحق بلل کيږي، چي د وسله والو شخړو د بين المللي حقوقو له مخي و ملکي وگړو او ملکي اهدافو ته ورکول کيږي )؛
۴- په لوی لاس پر هغو ودانييو بريدونه کول، چي و ديني، تعليمي، هونري، عِلمي يا خيريه مخسدو، تاريخي آبداتو، روغتونو او هغو ځايو ته وقف سوي يي، چي ناروغان او ټپيان پکښي راغونډيږي( په دې شرط، چي عسکري مرکزونه او هدفونه نه يي)؛
۵- د کم ښار يا ځای لوټول، که څه هم د جنگ له لاري نيول سوئ يي؛
۶- جنسي تېری يا جبري جماع، جنسي مريتوب، جبري فحشا، جبري اميدواره کول ( لکه څنگه چي د اوومي مادې د دوهم پاراگراف په ( و) فقره کي تعريف سوي دي )، جبري شنډول ( عقامت ) يا د جنسي زورزياتي نور ډولونه ټول د جينيوّا د څلورو سرو کنوانسيونو د گډي دريمي مادې، سخته سرغړونه گڼله کيږي؛
۷- په وسله والو ځواکو يا ډلو کي تر پينځلسو کالو کښته کوچنيانو شاملول يا په جگړو او نښتو کي د هغو له فعالي برخي اخيستني څخه استفاده کول؛
۸ – په جگړو او شخړو پوري د تړلو دلايلو او اسبابو له مخي د ملکي خلگو د بې ځايه کولو امر، مگر دا چي د ښکېلو ملکي خلگو خونديتوب يا له عسکري پلوه عاجل او ضروري دلايل هم د دغه راز بې ځايه کولو غوښتنه وکي؛
۹- په ټگۍ او درغلۍ سره د مخالف جنگيالي وژل يا ټپي کول؛
۱۰- دا اعلامول، چي پر هيچا به رحم او مهرباني ونسي [مخالفين به د بندي کولو پر ځای مستقيماً و وژل سي ]؛
۱۱- د اسيرو کسانو د بدن د غړو پرې کول يا يې پر وجود داسي طبي او علمي تجربې کول، چي نه يې د عمومي روغتيا، غاښو يا نوري معالجي له اړخه د توجيه او منلو وړ يي؛ او نه يې دا تجربې د څه بلي روغتيايي گټي دپاره کيږي، بلکي برعکس يې د مړيني يا روغتيا د سخت زيانمنولوسَوَب گرزي؛

۱۲- د دوښمن د شتمنييو اوجاړول يا قبضه کول، مگر دا چي دا اوجاړول يا قبضه کول د ناچارۍ او جنگي اړتياوو له مخي سوي يي؛
و ) د دوهم پاراگراف ( هـ ) فقره پر هغو وسله والو شخړو تطبيقيږي، چي بين المللي خصوصيت يا ځانگړتيا و نه لري؛ خو د داخلي اړودوړ او ناارامييو پر بېلابېلو حالاتو( لکه ښورښو، د زورزياتي اونورو ورته عملو پر خورو ورو پېښو) د تطبيق وړ نه ده. په بله وينا، دا فقره پرهغو وسله والو شخړو او منازعاتو تطبيقيږي، چي اوږده موده د يوه دولت په قلمرو کي د حکومتي ځواکو او منظمو وسله والو ډلو يا د دغه راز وسله والو ډلو په منځ کي پېښيږي.» ۹
______

لمنليک

9 United Nations, Rome Statute of the International Criminal Court, in force on 1st July, 2002, 5 – 8: http://www.icc-cpi.int/NR/rdonlyres/ADD16852-AEE9-4757-ABE7-9CDC7CF02886/283503/RomeStatutEng1.pdf
پاته په راتلونکې برخه کي