په جلریز ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې درو وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په پل هوایي،خواجه صیب او اسماعیل خیلو سیمه کې د ګډو امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی .
دغه عملیات چې تېره ورځ په دغه ولسوالۍ کې پیل شوي او لاهم دوام لري،په ترڅ کې د وسله والو څخه څلور عرادي موټرسایکلونه او یوه اندازه مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي دي .
د دغه عملیاتو په ترڅ کې د ملي اردو دوه سرتېرې هم ټپیان شوي دي .
د یو بل خبر له مخې په میدان وردګو ولایت کې د ځانګړو افغان ځواکونو قوماندان د دغه ولایت والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي ته د تېرو څو ورځو په ترڅ کې د ترسره کړیو عملیاتو په اړه په داسې حال کې معلومات ورکړل چې د دغه ولایت امنیه قوماندان ښاغلی سردار محمد ځاځي هم شتون درلود.
په میدان وردګو ولایت کې د ځآنګړو افغاني ځواکونو قوماندان ښاغلي وحیدالله وویل: دوی د ملي اردو او ملي پولیسو سره ګډ د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې وخت پر وخت عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ډیری لاسته راوړنې هم له ځآن سره لري.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.