کور / تازه خبرونه / د ډاکټر مامون طاهري بشپړ روغتيايي مرکز پرانستل سو

د ډاکټر مامون طاهري بشپړ روغتيايي مرکز پرانستل سو

د کندهار ولایت د اتمي ناحیې د ګوندیګان په سیمه کي نن د ډاکټر مامون طاهري په نامه بشپړ روغتیایي مرکز د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توریالي ویسا او عامي روغتیا د رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا لخوا افتتاح او ګټي اخیستني ته وسپارل سو.
د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وایي چي دغه بشپړ روغتیایي مرکز د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست په زیار او هڅو د اتمي ناحیې د خلکو د اسانتیا او ددوی د تداوي په موخه د دوه لکه پنځوس زره امریکایي ډالرو په لګښت د امریکا د پوځ لخواد یوه کال په اوږدو کي جوړ او د خلکو د استفادې لپاره چمتو سو.
ښاغلي پخلا وویل چي دغه صحي مرکز به څلورویشت ساعته د کندهار ولایت داتمي ناحیې د ښځو او نارینه وو پر مخ خلاص او په یاد مرکز کي به ددوی تداوي پر وخت او په ښه توګه د نارینه او ښځینه ډاکټرانو لخوا ترسره کیږي.
نوموړي زیاته کړه چي د کندهارښار او د ولسوالیو د اوسېدونکو د تداوي، ددوی د امراضو د مخنیوي او د خلکو د اسانتیا په خاطر به د ښار په بېلابیلو برخو او ولسوالیو کي هم صحي مراکز پرانیزي ترڅو دوی وکولای سي په لنډ وخت او اساني سره خپل تداوي وکړي.
دمامون طاهري بشپړ روغتیايي مرکز د افتتاح پر مهال کندهار والي ددغه ولایت د عامي روغتیا د رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا او د صحي کارمندانو ټوله هغه هڅي او زیار چي د کندهاري ولس د تداوۍ او په صحي برخه کي ددوی د ستونزود حل په موخه تر سره کړي وستایلې او ورڅخه یې غوښتنه وکړه چي دتیر په څیر په صحي برخه کي د خلکو ټوله ستونزي ورحل او مخنیوي یې وکړي.
ښاغلي ویسا زیاته کړه چي میرویس حوزوي روغتون مخکي ددې وړتیا نه درلوده چي د حوزې په کچه د ولس ستونزي او مشکلات په صحي برخه کي په لنډ وخت کي ورحل کړي څو ددغسي صحي مراکزو په فعاله کېدو سره به د خلکو تداوي په ښه کیفیت او پر وخت په میرویس روغتون او نورو صحي مراکزو کي ترسره سي.
د هغه په خبره چي مامون طاهري په کندهار ولایت کي یو ښه ډاکټر و او دهغه په نوم په دغه صحي مرکز کي به عاجل واقیات تداوي کیږي او پاته نور به میرویس حوزوي روغتون ته د درملني لپاره ځي.