کور / تازه خبرونه / وردګ : د اړو کورنيو سره مرسته وسوه

وردګ : د اړو کورنيو سره مرسته وسوه

د پنځه سوه درې څلویښت سیلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ پنځه سوه درې څلويښت سیلاب ځپلو کورنیو ته د یو ميليون افغانيو په مالي لګښت د غوړیو او وړو مرسته نن (یکشنبه ) د دغه ولایت په مرکز کې ورکړل شوه .
د دغه مرستې د ورکړې پرمهال چې د میدان وردګو د والي سربیره امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،د ولایتي شورا استازو او یو شمیر نورو شتون درلود،د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل : دغه مرسته چې د بیړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې د بودیجې څخه اخیستل شوې،چې ټول لګښت یې یو ميليون افغانیو ته رسیږي په کې هرې سیلاب ځپلې کورنۍ ته یوه نهه څلويښت کیلو یې د اوړو بورې او شپاړس کیلو یې د غوړیو ټیم شامل دي .
ده زیاته کړه،که څه هم دغه مرسته به د دوی ټول ضرورتونه پوره نکړي،خو ولایت مقام تردې مهال د یادې مرستې په لاسته راوړلو بریالی شوی خو زیاته یې کړه یو شمیر ادارو او په ځانګړې ډول بیړنیو پېښو ته د چمتوالې مرکزي ادارې ورسره ژمنه کړه چې په دغه ولایت کې به ټولو سیلاب ځپلو ته په پوره توګه مرستي رسوي .
د یادونې وړده په دې وروستیو کې په میدان وردګو ولایت کې د راوتلو سیلابونو له امله د دغه ولایت اوسیدونکو ته ستر ځاني او مالي زیانونه اړولي وو.