پېښور: دبي بي سي د خبر له مخې په پاکستان کې یوه قاضي د شکیل اپریدي په نامه هغه ډاکټر ته ورکړل شوې بند سزا له منځه وړې چې د سي آی ای له کارکووونکو سره یې د اسامه بن لادن په وژنه کې مرسته کړې وه.ډاکټر اپریدی د یوې منع شوې وسله والې ډلې سره د اړیکو په ګډون د بېلا بېلو تورونو په تړاو تر ۳۰ کالو زیات بند باندې محکوم شوی و.نوموړی اوسمهال په شمال لوېدیځ ښار پېښور کې بندي دي.د صاحبزاده محمد انیس په نامه یاد چارواکي امر کړی چې د ښاغلي اپریدي محاکمه دې له سره وشي او ویلي یې دي چې پخواني قاضي په دې برخه کې له خپله واکه تېری کړی و.خبریالان وايي، ډېر خلک په دې باور دي چې ډاکټر اپریدي ته ورکړل شوې جزا په هغو امریکايي عملیاتو کې د مرستې له امله وه چې اسامه بن لادن پکې ووژل شو.