د فراه ولايت اړوند د بالابلوک په اولسوالۍ کي پر يوه اکمالاتي کاروان بريد سوى چي په پايله کي ئې ٤٠ موټران سوځول سوي.
د دې ولايت امنيتي چارواکي د يادي پېښي پخلى کوي او وايي چي ياد بريد پرون ماښام رامنځ ته سوى او په پايله کي ئې د ياد شمېر موټرانو د سوځېدو ترڅنګ ١٦ کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.
چارواکي وايي چي بريد يوه توغندي د توغولو په وسيله رامنځ ته سوى .