دافغانستان ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې مخکې دپاکستان دباندینیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د ګلخانې په ماڼۍ ولیدل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو د دفتر له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پدی لیدنه کې ولسمشر حامد کرزي دکابل او اسلام اباد تر منځ د ښو اړیکو ، د بنسټپالنې او د دوی په وینا د تروریزم او د دواړو هیوادونو دامنیتي اوضاع دښه والي په سر له پاکستاني وزیر سره وکړي.
پدی خبر پاڼه کې لیکل شوی چې ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې له ځايي طالبانو سره دسولې په تړون انديښنه وښوده، هغه ته یې ویلي چې باید له دا ډول ډلو سره مبارزه وشي نه دا چې سوله دی وشي.
په خبر پاڼه کې لیکل شوي چې پدی لیدنه کې وویل شول هغه څوک چې په صوات ، دیر ، هلمند او کنړ کې ښوونځي سوزي د دواړو هیوادونو د ښمنان دي.
ولسمشر کرزي پاکستاني وزیر ته ډاډ ورکړی چې له پاکستان سره به هر ډول سیاسي، اقتصادي او نظامي همکاري پخه ساتي.