کور / تازه خبرونه / امنيتي شورا له مرکزه د محلي پوليسو د تقويې غوښتنه وکړه

امنيتي شورا له مرکزه د محلي پوليسو د تقويې غوښتنه وکړه

د کندهار ولايت امنيت شورا په خپله اوونيزه جلسه کي له مرکزي ادارې وغوښتل چي په دغه ولايت کي پر دندو ګمارل سوي محلي پوليس لا ښه تره اکمال او تجهيز کړي، ترڅو پرتې ستونزي له منځه ولاړي سي.
د نن ورځي په شورا کي د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کي د ګډون په موخه د نوم ليکني د پروسې په باب هم بحث وسو او ګډونوالو د خلکو پراخ ګډون او زياته هيله مندي د يوې خوشحاله راتلونکي د زيري ورکوونکې وبلله.
د امنيت شورا رئيس وويل، چي د افغانستان جمهور رئيس د ترنک ساحې په باب، چي پکښي د افغانستان د زراعتي ساينس او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون جوړيږي، د اردو تطبيقات او انداختونه منع کړي، چي له همدې خاطره بايد نور هلته هيڅ ډول انداخت ونسي ترڅو شاګردانو ته د تګ او زدکړي زمينه برابره سي.

په سهېل کي د ملي پوځ د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالحميد وويل، چي ځواکونو يې د تيري اوونۍ په اوږدو کي د کندهار په شمالي او غربي ولسواليو کي عمليات کړي چي پرمهال يې ٢١ وسله وال مخالفين وژل سوي، ١١ نيول سوي او ٨٦ ماينونو ترڅنګ لسګونه نور مهمات او چاودېدونکي توکي ددوى لاسته ورغلي دي
د يادوني وړ ده چي د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندان د خبرو په اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.