په افغانستان کي د ايساف ځواکونو د عمومي قومندان مرستيال ډګر جنرال لوريمر کندهار ولايت ته سفر وکړى او دلته يې ددغه ولايت له والي سره وکتل.
په مجلس کي د سهيلي حوزې لپاره د ايساف ځواکونو عمومي قومندان تورن جنرال پاول لاکېمرا هم حاضر و او دواړو لورو د افغانستان پر راتلونکو ټاکنو، د کندهار اوسني وضعيت او تر ٢٠١٤ کال وروسته پر حالاتو خبري وکړې.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ايساف دغه لوړپوړي مقام ته د کندهار ولايت د امنيتي، حکومتداري، اقتصادي او ښوونيز بهير په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه چي د ښې امنيتي همږغۍ او ګډ کار په نتيجه کي امنيتي حالت له ډېر بد حالت څخه، خورا ښه حالت ته تغير کړى دئ.
نوموړي زياته کړه چي د حکومتدارۍ په برخه کي هم د پام وړ پرمختګونه سوي او ورسره سم د ښار او ولسواليو په سطحه پرمختيايي کارونه چټک سوي دي.
هغه د معارف او روغتيا په برخو کي د مهمو تغيراتو ترڅنګ د خلکو د ذهني تغير يادونه وکړه او دغه تغير يې د حالاتو د سمون لپاره تر ټولو مهم او اساسي عنصر ياد کړى.
ويسا وويل، چي کندهار د اوونيزو پروازونو په مرسته له نړۍ سره وصل سوى، چي ورسره سم اقتصاد هم ښه وده کړې، ولي په خبره يې چي لا هم بېکارې د يوې ستونزي په توګه پر خپل ځاى پاته ده.
نوموړي يادونه وکړه چي داځل د ټاکنو لپاره شرايط ډېر مساعد دي او د خلکو زياته علاقه هم ددې ټکي يادونه کوي، چي کېداى سي خورا ښه او له امنيتي ستونزو خلاص انتخابات به ولرو.
په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د عمومي قومندانۍ مرستيال ډګر جنرال لوريمر د تيرو څو کلونو په اوږدو کي د کندهار ولايت په سطحه سوي پرمختګونه وستايل او زياته يې کړه، چي حالاتو په پراخه پيمانه د سمون لوري ته تغير کړى دى.
نوموړي زياته کړه، چي په کندهار کي د حالاتو ښه والى سړي ته د راتلونکي لپاره يو ښه زيرى ورکوي او د اوسني جوړښت په درلودلو سره ددې پېشبيني کېداى سي چي حالات به مياشتي او حتى کلونه وروسته همداسي عادي پاته سي.