کور / تازه خبرونه / كندهار: يوه سرتېري خپل ۱۶ ملګري ژوبل كړل .

كندهار: يوه سرتېري خپل ۱۶ ملګري ژوبل كړل .

په كندهار كي نن سهار د اتو بجو په شاوخوا كي د عامه ساتني په مركز كي يوه سرتيري خپل ۱۶ تنه ملګري ويشتلي او ژوبل كړي دي .
ددې قطعي د يوه قوماندان په خبره چي پېښه د سهار د چاى چيښولو پرمهال رامنځ ته سوي ، د قوماندان په خبره يو تن چي ددوي د سرتېرو نيفورم يې په تن وو ددوي پر ملګرو ډزي كړي او ۱۶ تنه يې ژوبل كړي چي بريد كوونكي په تېښته بريالى سوى دى .
يوي امنتي باوري سرچيني د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چي بريد كوونكي د هلمند ولايت دي د عامه ساتني په مركز كي يې دنده درلوده .
دغه قطعه د رنجر په نوم ياديږي چي په كندهار كي فعاليت كوي .