کور / هراړخیز / بېخونده شهکار

بېخونده شهکار

په هغه ورځ، تا به ویل د وږو په سیمه کې لوی خیرات شوی. ټول لاین او بې صبره ولاړ وو. هر یوه، مخې ته ولاړ نفر ورو- ورو سکونډه او مخکې تګ ته یې هڅوه.

دا تریخ انتظار ډیر خوږ و. هرې شیبې یې یو نوی احساس او نوې هیلې ویشلې او دې هیلو کې د وطن د ښیرازۍ، پرمختګ او د بې عدالتیو پر ضد د مقابلې انځورونه راڼه ښکاریدل.

لاین کې ولاړ وم.نوبت را ورسید. خونې ته ننوتم. له ډېرې خوشحالۍ مې لاسونه ریږدیدل. نږدې و خپل لاسلیک غلط کړم.

لږ اخوا د میرمنو کتار و، لکه خپل ماشومان چې یې د کوم خطرناک مرض پر وړاندې واکسین ته راوړي وي. د ډیرو غیږې له ماشومانو ډکې وې. سپین سرې میرمنې چې د لکړو په زور یې خپل توازن ساتلی و، هم ولاړې وې.

دا نندارې څو ځایه وې، ماته د کراچۍ ښار یوه خاطره په یاد شوه. زموږ د پوهنتون رخصتۍ وې. کراچۍ ته مزودرۍ پسې لاړو،څه مو کړی وای؟ ناچاري وه. هغه مهال کابل کې د تنظیمونو ترمنځ د لوټ او تالان سیالۍ ښې په درز کې روانې وې. له نږدې غرونو په ښار د اور سکروټې اورېدې، شیبه په شیبه دیوالونه نړیدل، ارواح ګانې د هسک په لور ډله ډله په الوت وې. د شاه دو شمشیره په منارونو د باروتو لوګیو وریځه جوړه کړې وه، کوترې کوچیدلې وې.

د یوې ودانۍ مخې ته پکول پر سر وسلوال چې له ملا یې د پیکا شرید را تاو و، پر مخامخ سیمه ګولۍ اورولې، څنګ ته ولاړ ځوان راکټ ته مرمۍ تیره کړه او بیا له یوه قوي درز سره دوړې پورته شوې. د دوړو له کیناستو وروسته، وسلوالو ته په نږدې دیوال یوه لیکل شوې جمله ښکاره شوه: (( جهاد ما ادامه دارد.)) د همدې جهاد(!) ادامې زما په څیر زموږ ډیر ځوانان پاکستان او نورو ملکونو ته په تیښته مجبور کړي وو.

کراچۍ ته په رسېدو، د پنجابي فلمونو یو ستوری (سلطان راهي) تازه د هنر له اسمانه را پریوتی و. دې راپریوتنې سینما والاوو ته د ګټې ښه فرصت ورکړی و.

د سینما پر دروازه به غټ لیکل شوی و: (( سلطان راهي کا اخري شهکار!)) دې اعلان کې به دومره زور و چې نران، ښځې،ځوانان، بوډا ګان ټول به یې د فلم لیدلو ته را کش کړي وو.

تر ډېره وخته د راهي هر فلم ته همدا جمله لیکل کیده،دا اخري (شهکارونه) په ګڼو سینما ګانو کې چلیدل او په سلګونو نندارچیان به یې نندارې ته راټول وو. دا تلوسه هغه وخت ورو ورو سړه شوه چې کله خلک پوه شول سینما والا خپل بزنس کوي،شهکار مهکار نشته.

هغه مهال د رایې ورکونې لپاره زموږ د نوم لیکنې مرکزونو هم د کراچۍ د سینما ګانو بڼه غوره کړې وه. دا هغه مهال و چې د لومړي ځل لپاره ټول ولس په خپله رایه ځانته ولسمشر ټاکه. دا ډیره پخوانۍ زمانه نه وه، ۱۳۸۳ کال و او له هغه وخته دادی ایله نهه کالونه تیر شوي دي.

نن بیا جلال اباد کې د نوم لیکنې یوه مرکز ته لاړم. ما ویل که رسمیات ختم دي. څوک نه تر سترګو کیدل، ژر مې ساعت ته وکتلې، سهار و او همدا د کار وخت و.

کوم یو ځوان به راغی، زړه نا زړه به خونې ته ور د ننه شو، لکه جبر چې ور باندې وي. لکه هیڅ چې یې زړه نه وي. لکه پخواني وختونه چې یې یا دیږي، لکه په تیرو ټاکنو کې چې په ونډه اخیستلو هم پښیمانه وي او لکه….

نه پوهیږم زموږ دا فلم ولې بیخونده شو؟ دا شهکار ولې دومره ژر خپل مینوال له لاسه ورکړل؟ دا خو ایله دوه ځلې وچلیده خو درېیم ځل کې یې مینوال ساړه شول، دومره ساړه چې هیڅ حد یې نه ټاکل کیږي.

شاید، زموږ د فلم سناریو سمه نه وه لیکل شوې، شاید زموږ ډایرکټرانو ښه ډایرکټ ونه کړ او شاید زموږ اکټرانو ښه رول ونه لوباوه.

د نندارچیانو هغه فلمي ستوري ډیر خوښیږي چې د بې عدالتیو پر وړاندې مبارزه کوي، بد معاشان مات کړي، خپل کلی له لوټمارانو او ظالمانو وساتي او د خپلو خلکو د غوښتنو او هیلو پوره کوونکي وي.

زموږ ستورو د خلکو د توقع خلاف رول ولوباوه، بې عدالتي یې زیاته کړه، بدمعاشان یې لاپسې زورور کړل، خپل کلي یې خپله او په نورو ظالمانو لوټ کړل او لا دغه لړۍ روانه ده.

نو نندارچیان څه ملامت دي؟ دوی مجبور دي چې زړونه یې ساړه شي او بې باوره شي او که همدا حالت روان وي، نو خلک به دومره بې باوره شي چې حتی ملا امام پسې به هم اقتدا نه کوي، خلک به له ټولنیز ژوند نه فردي ژوند ته راشي او د رهبانیت لاره به غوره کړي.

خو مخکې له دې چې دې پړاو ته خبره ورسیږي، وقایه پکار ده. هرڅوک چې د زعامت لپاره را وړاندې کیږي که ذره سړیتوب هم پکې وي نو اول باید له ځانه دا پوښتنه وکړي چې زه د ولس د زعامت وړ یم؟ هغه څه چې ولس یې را نه غواړي پوره کولای شم؟ دغه د نابودۍ پر پوله ولاړ اعتبارونه بیرته را ژوندي کولای شم او…؟

محمد نعمان دوست، جلال اباد

(ګرداب ورځپاڼه) د وږي ۵مه،۱۳۹۲