کور / تازه خبرونه / افغانستان او پاکستان په ګډه پر کونړ سيند د برېښنا بند جوړوي

افغانستان او پاکستان په ګډه پر کونړ سيند د برېښنا بند جوړوي

اسلام اباد پژواک د خبر له مخې :د پاکستان د لومړي وزير په غوښتنه اسلام اباد ته د افغان ولسمشر حامد کرزي سفر د يوې ورځې لپاره وغځېده.ټاکل شوې وه، چې نن ولسمشر حامد کرزی او ورسره راغلی افغان پلاوی له پاکستانيو چارواکو سره تر کتنې وروسته بېرته کابل ته ستون شي.د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل، چې د سفر د غځولو موخه له پاکستانيو چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهير پراخې او هر اړخيزه خبرې دي، ترڅو افغان طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته وهڅوي.فيضي وايي، د افغان ‌طالبانو مشران د پاکستان په خاوره کې دي او دا هېواد د افغانستان د سولې په بهير کې کليدي رول لري.د ده د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزی او ورسره راغلي پلاوي، نن هم په دې برخه کې له پاکستانيو چارواکو او په ځانګړې توګه لومړي وزير نوازشريف سره خبرې کړې دي.د ولسمشر کرزي وياند وويل، چې د سبا ورځې په خبرو کې به د پاکستان پوځي لوړپوړي چارواکي هم ګډون ولري.فيضي زياته کړه، تر ډېره به د دواړو لورو ترمنځ د سبا ورځې خبرې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د عملي همکارۍ پر لارو چارو ورټولې وي.ده همداراز وويل، چې افغان لوری به له پاکستانيو چارواکو دا هم وغواړي، چې د افغانستان د سولې د بهير د برياليتوب لپاره په پاکستان کې بندي طالب مشران خوشې کړي.د ده په وينا، په دې کسانو کې د طالبانو د مشر مرستيال ملا عبدالغني برادر هم شامل دى.د ولسمشر وياند دا يادونه هم وکړه، که چېرې په پاکستان کې طالبانو ته د دفتر جوړولو وړانديز وشي، نو د افغانستان حکومت چمتو دی، چې دغه دفتر پرانيستل شي.ده وويل، د افغانستان د حکومت ترجيح دا ده، چې د ‌طالبانو دفتر دننه په افغانستان کې جوړ شي، خو که طالبان يې په خپل هېواد کې نه غواړي، نو د افغانستان حکومت ترکيې يا سعودي عربستان ته ترجېح ورکوي بله خوا افغانستان او پاکستان په ګډه پر کونړ سيند د برېښنا بند جوړوي پر دغه هوکړه ليک د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال او د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار د وږي په ٤مه د پاکستان د لومړي وزير په ماڼۍ کې په داسې حال کې لاسليک وکړ، چې ولسمشر کرزي او لومړي وزير نوازشريف هم شتون درلود.د دغه هوکړه ليک له مخې به هڅه وشي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري وده وکړي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ستونزو د هوارۍ لپاره د حل لارې ولټول شي.د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخېلوال تېره ورځ پر اقتصادي مسايلو د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته راغلی و او له خپل پاکستاني سيال اسحق ډار سره يې کتلي دي.زاخېلوال پر ياد هوکړه ليک تر لاسليک وروسته خبريالانو ته وويل، چې د دواړو لورو تر منځ د شوي تفاهم له مخې به ټولې هغه پروژې چې پاکستان په افغانستان کې پيل کړي او نه دي بشپړې شوې، بشپړوي.هغه زياته کړه، چې پاکستان به د کونړ پر سيند د برېښنا بند په جوړېدو کې مرسته کوي او د تورخم – جلال اباد سړک به هم بشپړوي، چې اوس يې چارې په ټپه درېدلې دي.ده همداراز وويل، چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو پاکستان ته د برېښنا پر لېږد هم دواړو لورو خبرې کړې دي.د ماليې وزير وايي، دغه ځل خبرې جدي وې او ټاکل شوې ، چې په راتلونکي اکتوبر مياشت کې پر شوو ژمنو د پرمختګونو د ارزولو په موخه بيا کتنه وکړي.د پاکستان لومړي وزير دغه راز وويل، چې له افغان پلاوي سره يې د تورخم – جلال اباد تر منځ د اورګاډي د ليکې جوړولو او پر کونړ سيند په ګډه د برېښنا بند جوړولو پرېکړه کړې ده.