کور / تازه خبرونه / کندهار والي د ټاکنو کمېسيون کارونه وکتل

کندهار والي د ټاکنو کمېسيون کارونه وکتل

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالی ويسا او مرستيال والي عبدالقديم پتيال نن د همدې ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د فعاليتونو څخه ليدنهوکړه او مسوولينو ته يې ځيني مهمي سپارښتني وکړې.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا او مرستيال والي د ټاکنو د خپلواک کميسېون څخه په داسي حال کي ليدنه کړه چي تېره ورځ د والي لخوا په يوه جوړه سوې غونډه کي د همدې ولايت د اکثريت ولسواليو، ولسوالانو شکايت کاوه چي د ټاکنو کمېسيون په ولسواليو کي د راتلونکو ټولټاکنو لپاره داسي کسان د نوم ثبتولو د مرکزونو د رسمي کارکوونکو اود انتخاباتو په اړه د تبليغ په توګه ټاکلي چي د سيمي او حالاتو سره پوره اشنايي نه لري او له همدې کبله نه سي کولاى، په سمه توګه ورسپارل سوي دندي تر سره کړي.
ښاغلي ويسا په کندهار کي د انتخاباتو د خپلواک کميسېون رئيس نجيب الله حق پرست او د همدې کميسېون غړو ته ددوی د کارونو د چټکتيا او لا سمون غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چي د نومليکني د مرکزونو کارکوونکي او مبلغين بايد با استعداده، او د کار وړ اشخاص وي تر څو په دغه ولايت کي له درغليو څخه پاک او شفاف انتخابات تر سره سي.
والي د ياد کميسېون له مسوولينو او غړو څخه وغوښتنه وکړه چي د ولسي وګړو سره همږغي او ددوی لپاره پرځای او پر وخت کار وکړي.