کور / تازه خبرونه / دسولې ملي جرګه: له پاریس غونډې سوله غواړو.

دسولې ملي جرګه: له پاریس غونډې سوله غواړو.

دافغانستان دسولې ملي جرګې نن دکابل په غازي لوبغالي کې پراخه غونډه جوړه کړې وه ، پدی غونډې کې ددی جرګې مشرانو او ګڼو پلویانو یې برخه اخیستې وه ، دوی ټولو په یوه خوله له پاریس غونډې چې په راتلونکې اوونۍ که به پیل شي، غوښتل تر څو په افغانستان کې روان امنیتي کړکیچ پای ته ورسوي او د سولې لپاره کار وکړي.
دافغانستان دسولې د ملي جرګې سرپرست انجنیر محمد افضل احمدزي لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې ددی غونډې نه یې موخه دا ده چې د پښتنو په سیمه کې دی جنګ جګړې ورکې شي نړیواله ټولنه دی دافغانستان له حکومت سره په هره هغه لاره کار وکړي چې دی ټولنې ته او جګړې د ورکاوي لپاره ورته اړتیا وي.
د پوهنې پخواني وزیر رسول امین بیا په خپلو خبرو کې وویل چې داسې څو نوری غونډې وشوي ولې د خلکو په دوا ونه لګیدی هغه وویل اړتیا دی ته شته تر څو بهرنۍ مرستې په سمه توګه ولګول شي.
که څه دسولې د جرګې چارواکو د زیاتو پلویانو د را غوښتلو تابیا نېولې وه ولې دوی وايي چې ځینې کسان یې دملي امنیت د اداری له خوا نه وو پریښودل شوي.