کور / خبرتیا او پيغامونه / د شجاعي د جنايتونو پر وړاندې د غبرګون خبرتيا

د شجاعي د جنايتونو پر وړاندې د غبرګون خبرتيا

درنو هېوادوالو! له شاوخوا دريو کلو راهيسې په ارزګان کې د حکيم شجاعي په مشرۍ يو شمېر ملېشه ډلې، چې د حکومتي چارواکو د ځانګړيو کړيو له خوا يې ملاتړ کېږي، عام بېګناه کليوال وژني، پر کورونو يې تېري کوي، کورونو ته يې اور اچوي او څوک چې پر مخه ورځي وهي يې او څه چې په لاس ورځي د غنيمت مال په څير يې له ځان سره وړي. که څه هم پروسږکال د ارزګان يو شمېر خلکو او قومي مشرانو دا موضوع تر ولسمشر او ولسي جرګې پورې راورسوله او د حکيم شجاعي په لاس يې د ۱۲۲ تنو بېګناه کليوالو د وژلو شواهد وړاندې کړل، خو حکومت د خلکو د اعتراض د مخنيوي لپاره په دوو اونيو کې د شجاعي د نيولو امر صادر کړ، خو ورسره يې د هغه د تېښتې خبر هم خپور کړ. کله چې د ارزګان د وخت والي هغه لاستړلی کابل ته راولېږه، د ولسمشر د دويم مرستيال تر فشار لاندې بېرته خوشې شو. په وروستيو ورځو کې د شجاعي وحشت بیا په جوش راغلی او د خاص ارزګان پر يو شمېر کلو يې د وژنو، لوټ او تالان امر ورکړی دی. د شجاعي حرفه يي جلادانو د خلکو کورونو ته اور واچاوه او هر څوک چې په مخه ورغلل هغوی يې ووهل، وټکول او ووژل. يو ځل بيا هماغه پخوانۍ ډرامه تکرارېږٍي، د شجاعي د نيولو امر ورکول کېږي خو ورسره د ده د تېښتې خبر هم خپرېږي.
د ارزګان مخوراو د پېښې قربانيان د يو شمېر مدني بنسټونو او ټولنيزو سازمانانو په متلتيا غواړي د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې د شجاعي له جنايتونو پرده پورته کړي او په همدې اړه د ژونديو شاهدانو تر څنګ د پېښې انځورونه او ويډيوګانې هم وړاندې کړي.
له ټولو درنو هېوادوالو، قومي شوراګانو، مدني بسنټونو او ټولنیزو سازمانونو څخه هيله کېږي چې د خپلو بېګناه هېوادوالو ننګه وکړي، د هغوی پر ټپونو پټۍ کېږدي او د شجاعي او د هغه د ملاتړو چارواکو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي.
راځئ نور د جلادانو او جنګي جنايتکارانو مخه ونيسو، که نه د وحشت دغه استازي به ډېر زر زموږ تر کليو او کورونو هم راورسېږي.
د غونډې ځای: زرنګار پارک – کابل ښار
د غونډې وخت: دوشنبه ( د وږې ۴)، د سهار ۹:۳۰ بجې
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۰۶۷۰۵۵۲
د مدني بنسټونو او ټولنيز سازمانونو
ګډه کمېټه