کور / تازه خبرونه / د پاكستان طالبانو د پنجاب مشر له دندې ګوښه كړ

د پاكستان طالبانو د پنجاب مشر له دندې ګوښه كړ

واڼه :په پاكستان طالبانوتحريک ويلي دي چې د دوى د ډلې د پنجاب ايالت مشر عمصت الله معاويه يې له دندې څخه ګوښه كړى دى. د پاكستان طالبانو د تحريك وياند شاهد الله شاهد رسنيو ته څرگنده کړې چې دغه پرېكړه يې د پاكستان دطالبانوتحريک د مشر حكيم الله محسود پر مشرۍ د يوې غونډې په ترڅ كې كړې ده. شاهد الله شاهد زياته کړې چې له دې وروسته دې يو څوك هم له عصمت الله معاويه سرهيڅ دول اړيكه نه نيسي او نه دې څوك ورسره خبرې كوي شاهد وايي ځكه چې د پنجابي طالبانو مشر له طالبانو سره د نواز شريف د خبرو د وړانديز هركلى كړى وو، عصمت الله معاويه ويلي وو چې له خبرو اترو سره سولې او امن ټينګښت ځواکمن كېدى شي. دياکستان د طالبانو مشر حكيم الله محسود د عصمت الله معاويه د وينا په اړه غبرګون ښوودلى دى. د وسله والو طالبانو وياند شاهد الله شاهد ويلي د پنجابي طالبانو نوى مشر به ډېر ژر وټاکل شي