زموږ دوطن د معاصر تاریخ د يوه واقعي او سپېڅلي افغان، متدین او حلیم عالم ، ملي اوسیاسي شخصیت محترم عبدالرحيم هاتف په خواشینونکې مړينه خبر سوم.
انا الله و انا الیه راجعون
زه د دې لوی غم په وجه د خپل ژور تأثر اندازه نسم بیانولای . افغانانو یو سپېڅلی خدمتګار، يو مدبره شخصیت او د احترام وړ يو واراسته انسان دلاسه ورکړ . داسي انسانان نادره پیدا کيږي .
د محترم هاتف صاحب مړينه بې له شکه په کورنۍ او ملي عرصه کي لويه ضایعه ده چي تشه به يې په رشتیاګو پېړۍ وغواړي ډکه سي . زه ددې لوی او نه جبیره کېدونکې غم او ضایعې په وجه خپل د زړه تأثرات دهغه سپېڅلي مرحوم و درنې کورنۍ او و ګران عبدالستار جان هاتف او ټولو دوستانو ته وړاندي کوم .
خدای تعالی دي د هغه مرحوم روح ښاد، ياد دي تل ژوندی او جنتونه دي په نصیب کي !
هدایت الله هدایت
اسټرلیا
۲۲/۸/۲۰۱۳