کور / تازه خبرونه / په پاکستان کې مینځ پړاو انتخابات وشول

په پاکستان کې مینځ پړاو انتخابات وشول

پېښور:دپاکستان مقاماتو دملي پارلمان او صوبايي ولسي جرګو په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې دخلکو دمتوسط ګډون خبر ورکړ .دپاکستان حکومتي چارواکو وویل په خیبر پښتونخوا کې دانتخاباتو په بهیر کښې دګډوډۍ درامینځته کولو په باره کې دطالبانو ډلې له خبرداریو سره سره انتخابات په سم ډول وشول دپاکستان مینځ پړاو انتخابات دملي پارلمان دپینځلسو(۱۵) او دصوبايي ولسي جرګې دشپږویشتو (۲۶) استازیو دټاکلو لپاره وشول دغه څوکې دانتخاباتو دکاندیدانو د مړ کیدا یا دجعلي سندونو د وړاندې کولو په خاطر دکاندیدانو دصلاحیتونو دردریدا په وجه خالي وې دپاکستان دانتخاباتو دکمیشنر مشر تصدق جیلاني وویل چې دهیواد په تاریخ کښې دلومړي ځل لپاره مینځ پړاوه انتخابات په شفاف ډول او امنیت سره ترسره شول