د وردګو ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ئې پنځه وسله وال وژلي .
چارواکي وايي چي دا کسان د ملي اردو د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کي وژل سوي.
په دې اړه لراوبر ته د دې ولايت څخه يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د يادو کسانو د وژني ترڅنګ ويل سوي چي په دې عملياتو کي د ملي اردو ځواکونو لاس ته وسلې او مهمات هم ورغلي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.