دانسان د طفولیت مرحله دحیوان دطفولیت تر دورې اوږده وي. دخره زوی دپیدایښت له ورځي مستقل او له څو ورځو وروسته له خپلي موره هم ازادي واخلي. په انسانانو کښي ډېر داسي افراد سته چي دکوچینوالي مرحله ئې تر سپین ږیرتوبه ورسیږي خولا دژوند ترپایه غلام وي.
حیوان مکتب ته نه ځي، کسبي زده کړه نه کوي خو بیاهم دحیوانیت تر لوړو صفاتوورسیږي. انسان دمورو پلار له خوا دډېرو کلنو له پاره وپالل سي، مکتب و مدرسې ته ولاړ سي خو بیا هم داسي ځناور کارونه وکړي چي دحیوانانو په تاریخ کښې لا مثال نه وي لیدل سوی. انسان په عادي توګه له خپلي کورنۍ اوټولني څخه هغه مهارتونه، سلوک او تجربې زده کوي چي هغه دبشر سره مناسب وي خو وروسته بیا داسي کارونه وکړي چي هغه انسانیت او مذهب ته دمنلو وړ نه وي.
حیوان دلفظ په معنی کامل حیوان دئ، انسان دشکل له مخي انسان خو دمفهوم اوباطن په لحاظ لانیمګړی دئ. انسان په طبعي توګه مدني دئ مګر ډېر ځنګلي خاصیتونه ئې خپل کړي وي، حیوان ذاتاً ځناور دئ مګر په واقیعت کښي ډېر بشري صفتونه لري. انسان دخپل فطرت له مخي له ټولني څخه بې پروا کېدای نه سي خو ډېر انسانان دملتونو څخه هم بې پروا سوي دي. حیوان له ځنګله بې پرواکېدای سي خو نه بې پرواکیږي همداعلت دئ چي حیوان دانسان په لاس په جوړ سوي قفس کښي هم په خپلو ملګرو پسي ساندي وهي.
که مو پام کړی وي دلیوه زوی دانسانانو سره لوی خو بیا هم لېوه سي او پرخپلو لیوانو حملې نه کوي. دانسان زوی په بشري ټولنه کښي دانسانانو سره لوی خو اخیر شرموښ ځني جوړ سي،پر نوروحملې کوي. له حیوان سره دانسان توپير او ورته والی په لاندي انځورونو کښي ښه ترا لیدل کیږي.
انسان دتګ او کالو له پاره دحیوان دڅرمني څخه کار اخلي خو حیوان بیا دا ظلم نه کوي.
انسان خپل غاښونه پرېولي خو بیا هم ژړاو چټل وي مګر حیوان غاښونه نه پرېلوي خو بیا هم پاک اوتک سپين وي
دانسان داوسېدني ځای دانسان تر ضرروت پنځه سوه وار زیات وي مګر حیوان دځان ساتني له پاره فقط دونه ځای نیولي وي چي ضروت ورته لري.
انسان مغلق او بې ګټي خواړ خوري، حیوان ساده خو مهم خواړ خوري.
دانسان طاقت د نفس، غرور او کبر په معنی دئ مګر دحیوان طاقت د معصوموالي مفهوم ورکوي.
انسان دبشر ترټولو قوي هستي ده مګر ددفاع پرمهال په خپلو منځو کښي یوله بل سره وژني،
حیوان ترټولو کمزوری مخلوق دئ خو ددفاع پر مهال یوازي له خپل ځانه دفاع کوي.
انسان ددنیا ترټولو مهمه دافهام او تفهیم وسیله لري خواکثره وخت ئې بې معنی کاروي،حیوان دانسان غوندي پرمختللی ږغیز سیسټم نه لري خو داحساستو او مینه ښوولو له پاره د اشاروي سیسټم څخه ښه ترا کار اخلي!
انسان او حیوان راز-راز ورته او مختلف خاصیتونه لري. انسان او حیوان دواړ خوب او خوراک ته ضرورت لري. حیوان خوب پر مځکه او انسان ئې پر پالنګ کوي.انسان او حیوان دواړه جنسي غریزې لري. انسان پر دوو پښو ځي اوډېر حیوان پر څلورو. دانسان او حیوان ترمنځ اساسي توپیر دادئ چي انسان پنځه فعال خواصه لري او دخپل ژوند په اړه فلسفي فکر کوي خو حیوان بیا داسي نه سي کولای.