کور / تازه خبرونه / مشرانو او ولسي جرګه: دراتلوونکو انتخاباتو لپاره وسله وال طالبان لوی ګواښ دئ

مشرانو او ولسي جرګه: دراتلوونکو انتخاباتو لپاره وسله وال طالبان لوی ګواښ دئ

د سه شنبې په ورځ د سیاسي ګوندونو یوه ګډه هسته د افغانستان د ملي اعتماد په نوم رسماً پرانیستل سوه چي دپرانیستلو په مراسمو کښي د ملي شوراوو غړو، دسیاسي ګوندونو استازو، حکومتي چارواکواو د مدني ټولنو غړو هم ګډون کړی ؤ. د ملي مجالسو غړو په دې غونډه کښي وویل چي د دولت وسلوال مخالفین کوښښ کوي چي د راتلوونکي جمهوري ریاست انتخابات له ګواښونو سره مخ کړي. د مشرانو جرګې رئیس وایي چي د افغانستان خلک د انتخاباتو ملاتړ کوي خو وسله وال طالبان پرله پسی تلاښ کوي چی مخینوی ئې وکړي. د یادي جرګې مشر وایي چي د سیاسی قدرت د سپارلو له پاره د انتخاباتو تر سره کول تر ټولو غوره لاره ده.
ښاغلي یاسیني بیا د ټولو سیاسي ګوندونو څخه وغوښتل چی په راتلوونکو انتخاباتو کښي د حکومت سره همکاري وکړي چي په پوره شفافیت سره اجراء سي.
دا څرګندوني په داسي وخت کښي تر سره کیږي چي دانتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا چي د راتلوونکو جمهوری ریاست دانتخابات له پاره ټول د اړتیا وړ کارونه اجرا کړي دي خو دانتخاباتو نېټې ته لا زیات وخت پاته دئ.