په پاکستان کښې دنورو سختو بارانونو او سیلابونو خطر شته پاکستان چمتو کیږي چې له نورو سختو بارانونو او سیلابونو سره مقابله وکړي . داپه داسې حال کښې دي چې په پاکستان کښې دروان میلادي کال دمون سون بارانونو او سیلابونو له کبله څه دپاسه سل (۱۰۰)کسان وژل شوي دي . دپاکستان د ملي کړکیچ دمدیریت ادارې وویل په هیواد کښې دسختو بارانونو ا سیلابونو له کبله تراوسه یوسل اته (۱۰۸)کسان وژل شوي او په سلګونو نور خلک هم اغیزمن شوي دپاکستان دغه ادارې وویل چې مونږ دبارانونو او سیلابونو له کبله د بې کوره شویو خلکو لپاره څلورڅلویښت(۴۴) کیمپونه جوړ کړي دي ترټولو زیات تاوان دپاکستان په پنجاب صوبې کښې رسیدلی چیرې چې دیرش (۳۰)کسان وژل شوي او درې(۳) لکه خلک اغیزمن شوي او په پنجاب صوبې کښې څه دپاسه پینځه سوه (۵۰۰)کلي هم دسیلاب له کبله اغیزمن شوي . دسیلاب له کبله دپاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کښې په لسګونو ، په سیند صوبې کښې ۲۲ ، په بلوچستان صوبې کښې شپاړس(۱۶) او په قبایلي سیمو کښې هم دولس(۱۲) کسان وژل شوي .دسیلاب له کبله څلور (۴)نور کسان هم دپاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر کښې وژل شوي .په پاکستان کښې دسیلابونو له کبله څه دپاسه دوه زره څلور سوه(۲۴۰۰) کورونه تباه شوي او کابو دریو زرو(۳۰۰۰) کورونو ته تاوان رسیدلی .