دهرې ورځې او هرې شېبې په تېرېدوسره دافغان جګړې ماهیت او حقیقت نړیوالو ته ښکاره کېږي او ورسره دامریکا هغه کاذبې داعیې او دعوې هم رابرسېره کېږي چې دافغان جګړې او له تروریزم سره دمبارزې په نوم يې خلک تېر وېستل .
امریکا تل خپلې ګټې په پام کې نیولي او خپلې ګټې يې پر نړیوالو د سپېڅلو
موخو او دنړیوال امن لپاره دژوندبخښونکې نسخې په توګه معرفي کړې دي
.خو وروسته جوته شوې ده چې دامریکایانو دهرې کاسې لاندې نیم کاسه وي او تل يې هڅه کړې ده چې نوره نړۍ خو پرېږده ان خپله امریکایی ولس هم تېرباسي.
مشر بوش په ۱۳۶۹ هجری کال دزمري په یوولسمه (۱۹۹۰ زېږدیزکال ) پرعراق
په دې پلمه یرغل وکړ چې ګویاعراق پر کویټ یرغل کړی اوکشر بوش د۲۰۰۳
زېږدیزکال دمارچ په شلمه په همدې هېواد په دې پلمه یرغل وکړ چې
ګویا عراق اتومی او یورانیومی وسلې لري او ممکن صدام پرې نړۍ تباه کړي خو ومولیدل چې په دواړو جګړو کې عراق دړې وړې شو خونه منځنی ختیځ په امن شو ، تراوسه نه اتوم پیداشو او نه وژونکې وسلې یواځې صدام داختر
په ورځ ووژل شو . امریکایانو خو هلته ماته و خوړه او پښې يې سپکې کړې خو عراقی ملت يې تباه اوهلته يې دکورنۍ جګړې بنسټ کېښود چې ترنن پورې هم هره ورځ په عراق کې لسګونه عراقیان یوبل وژني . او عراق پرکنډر
بدلېږي.
همداسې امریکایانو په تونس، لیبیا،سوریه،یمن مصر سوډان ،فلسطین او …. کې اور بل کړی او زموږ ساده مسلمانان ورونه پکې وژل کېږي اوامریکایان په دې اور کې چې لمبې يې هره ورځ دانسانیت مادي او معنوي ارزښتونه له منځه وړي خپلې ښکېلاکي موخې لټوي .
زموږ باور دی چې امریکايي مافیا دایرغلونه دامریکايي ولس او دمتحده
ایالاتودګټې لپاره نه کوي بلکې دمافیا پکې خپلې ګټې لټوي ځکه دامریکا
چارواکي خپله ټول دلویو لویو تولیدی کمپنیو خاوندان دي ، څوک دوسلو
دتولید فابریکې لري ،څوک دنفتو او تېلو،څوک امنیتي کمپنۍ لري اونوره
ټکنالوژي. اوددې کمپنیو دچلولو لپاره په نړۍ کې جګړې په کاردي او ددې
جګړو لپاره دڅو مهمو دلایلو له مخې جنوبی اسیا،منځنۍ اسیا،اومنځني ختیځ ډېر موزون دی.
خوداسې ښکاري چې امریکایی ولس نور دخپلو چارواکیو دسیسې او توطیې درک کړي
او پوهېږي چې داور اخر هم ددوی کورته ورځي اونور دخپلو چارواکیو پر خوله نه تېر وځي او هره ورځ دامریکايي پالیسیو سره خپل مخالفت ښيي.
په يوه نوې سروې كې چې په خپله دامریکایانو له خواترسره شوې ښودل شوې چې 72 سلنه امريكايان په افغانستان كې د جګړې مخالف دي، دا په داسې حال كې ده چې 12 كاله مخكې 92 سلنه امريكايانو د جګړې پلوي كوله..
كه څه هم دغسې شمېرنې د خاصو سياسي موخو لپاره تر سره كېږي ، دموضوع حقیقی بڼه چاته نه ښوول کېږي او زيات باور او حساب پرې نشي كېداى ډېر ځل یې پایلې ددوی په خوښه اعلانېږي مثلا که له افغان جګړې څخه دخلکو دمخالفت کچه ۹۰ سلنه هم وي نو دوی يې دخپلو موخولپاره کمه ښيي ،
خوبیا هم دامریکایانو له انده په روانه بڼه د افغانستان جګړه ډېره بې
هدفه ، ړنده ، له تضاداتو ډكه، له مشروعيت څخه تشه او ناروا جګړه بلل شوې داجګړه چې پيل كړې هم امريكا ده ، دوام هم دوى وركوي اوخلکو ته يې
په کاذبه بڼه تېروېستونکی انځور هم دوی ورکوي.
تر اوسه پورې په دې جګړه كې نه د امریکا دښمن تعريف شو او نه یې دوست، امريكا ظاهراً د ترهګرۍ خلاف جګړې ته مټې بډوهلې، خو تېر 12 كلونه یا د افغانستان خونړی تاريخ پر دې ګواه دى چې امريكا پخپله په بې ګناه وينو تويولو كې ښكيل دی ، امريكا ترهګري پالي دسوريې او لیبیا په څېر چې ددوی ګټې وغواړي نو ددوی په وینا، له ترهګروسره اوږه په اوږه دترهګرو دمخالفینو پر ضدهم ودرېږي.
په افغانستان کې هم ،کله وایي چې له طالب سره هېڅ ستونزه نلري، دهغوی
لپاره سیاسي دفترونه لټوي اوکله دطالب په پلمه ودونه او جنازې
بمباردوي. .
طبعي ده چې د دغسې جګړې په باب به هر د سالم ضمير خاوند منفي نظر لري او د ژر پاى ته رسېدو هيله به يې كوي..
واقعيت دا دى چې ټوله لويديزه نړۍ په تېره بیا امريكايي ولس د خپلو
ځواكمنو رسنيو په زور چې په افغانستان او نوره نړۍ کې يې دخپلو شومو موخو لپاره ښه په درز تمویلوي د افغانستان او سيمې له روانې جګړې څخه ډېر كاذب او غلط تصوير اخلي اوولسونه يې له حقایقو څخه سخت په ناخبرۍ اواغفال کې ساتل کېږي که نه نړیوالو به لیدلي وای چې امریکایانو به دخپل اقتصاد،سرونو،حیثیت اووقار دساتلو لپاره هره ورځ لاریونونه کول. .
امریکا په نړۍ کې يوه استخباراتي ناروا لوبه پيل کړې ده چې په سلګونو
زرو انسانان پكې قرباني شوي دي. د دې بدنامې جګړې اصلي خاشاك متاسفانه مظلوم انسانان دي، . كه لوېدېځ اتباع دوی لخوا دپیل شوې موجودې غميزې
له ژورتوبه خبر شي چې څه ډول د ددوی لخوا د ولسونو بې رحمانه تدريجي وژنه روانه ده او څه ډول د دې وژنې د دوام لپاره شعارونه او څېرې بدلېږي نو په لويديځه نړۍ كې به توپان را اوچت شي..
دا چې امريكا كلهپه افغانستان کې د صفر انتخاب خبره كوي او ورپسې يې
كوم بل چارواكى سمدستي دا خبره كوي چې تر 2014 ز وروسته به هم په
افغانستان كې د القاعده غړي وي، معنا دا چې د صفر انتخاب هسې يوه خبره ده او جګړه به نوره هم ترنامعلومه وخته پورې چې ترڅو دامریکا اشباح ختم نشي روانه وي .
. واقعيت دا دى چې که لوېديځوال له حقیقتونو سم خبر کړل شی نو ددوی
شعاونه به لويديځه نړۍ ولړزوي ،پر خپلو چارواكيو اوماجراجو استخباراتو به سل ځله لعنتونه ووايي اوخپل چارواکي به د ولس دتېر وېستلو په تور محاکمه کړي.
زموږ غوښتنه داده چې امریکايي چارواکي باید نور خپل ولسونه ونه غولوي، حقایق ورته ووايي او له هلاکت څخه دامریکا، نړۍ ،سیمې او دافغانستان دژغورلو لپاره نور خپل استعماري اهداف چې له نېکه مرغه په تحقق کې يې ددوه زرمیلیاردو (دوه تريلیونو) ډالرو دلګولو اودشلو زرو امریکایانو دککریو د خاورې کېدو سربېره هم بریالی نشول ، پرېږدي.