اسلام اباد :د پژواک خبرله مخې د خيبر پښتونخوا ايالت ځايي حکومت وايي، افغان محصلين کولى شي په لويه کچه د دغه ايالت په پوهنځيو کې تخنيکي زده کړې وکړي.دغه څرګندونې د خيبر پښتونخوا ايالت د کار او تخنيکي زده کړو وزير بخت بيدار خان په يوه مرکه کې وکړې.هغه زياته کړه، چې نن يې پېښور ته په سفر راغلي د افغانستان د تخنيکي زده کړو د بېلا بېلو پوهنځيو له رييسانو او افغان محصلينو سره کتلي دي.د نوموړي په وينا، راغلي افغان پلاوي ته يې ډاډ ورکړ، چې دوى تيار دي په تخنيکي برخو کې تر ٤٠٠ پورې افغان محصلين راجلب کړي.بخت بيدار خان وويل، چې دوى غواړي د ولسونو په کچه د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې پراخې شي.نوموړى، چې د کورنيو چارو د پخواني وزير افتاب احمد خان شېرپاو اړوند د ملي وطن ګوند غړى دى، زياتوي چې د ګوند مشر يې کابل ته تللى او له ولسمشر حامد کرزي سره يې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.د هغه په وينا، په دغه سفر کې د خيبر پښتونخوا ايالت مشر وزير سکندر حيات شېرپاو هم برخه لرله.بخت بيدار خان زياته کړه: ((ما غوښتل چې د افغانستان د کار وزير هم په دې پلاوي کې راشي، خو په مرکز کې ځيني دولتي خلک نه غواړي د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې پياوړې شي.))دى وايي، چې افغانان له ځانه بېل نه بولي او دا يې ارمان دى، چې د پولې د دواړو غاړو اوسېدونکي په لوړو زده کړو سمبال شي.بخت بيدار خان زياته کړه، چې له افغانستان څخه راغلي پلاوي ته يې وړانديز کړى چې دوى تيار دي افغاني ښځو ته هم په بېلابېلو تخنيکي برخو کې زده کړې ورکړي.هغه وايي: ((د مور غېږه د زده کړې لومړۍ درسګاه ده، که چېرې ميندې با سواده وي، نو اولادونه يې هم باسواده کېږي.))د نوموړي په وينا، د تېرو څو لسيزو جګړو له امله د پولې دواړو غاړو ته مېشت خلک له زده کړو بې برخې پاتې شوي او اوس د حکومتونو مسووليت دى چې نوي نسل ته د زده کړې زمينه برابره کړي.