تېره ورځ د کندهار ولايت په پنجوايي اولسوالۍ کي د افغان ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په پايله کي ١٢ وسله وال نيول سوي او يو ئې وژل سوي دئ .
په دې اړه لراوبر ته د کندهار ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د يادي پېښي د پخلي ترڅنګ ويل سوي چي ياد کسان ئې د دې اولسوالۍ د لکڼي په سيمه کي ترسره سوي .
خبرپاڼه ليکي چي په دې عملياتو کي ئې د وسله والو څخه وسلې او مهمات هم نيولي.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.