د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د امنیت د تامینونو په موخه د څلورو ولایتونو د والیانو او نورو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ غونډه وشوه.
دغه غونډه چي د میدان وردګو ولایت په مقام کي جوړه شوي وه،د دغه ولایت د والي سربيره،د کندهار،زابل او غزني والیانو،امنیه قوماندانانو،ملي امنیت رئیسانو،د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو استازو او یوشمیر نورو مسؤلینو هم برخه درلوده .
غونډي ته د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل : د کابل ـ کندهار لویي لاري باندي د نا امنۍ اصلي لامل دغه لاري ته د مرکزي امنیتي ادارو نه پاملرنه ده .
ده زیاته کړه،له تيرو څلرو میاشتو راپديخوا دفاع وزارت ته یي یو شمیر ضروري وړانديزونه کړي،چي سره له دي چي یاد وزارت د ستونزو دحل کولو ژمني کړي خو له پرلپسي غوښتنو او وړاندیزونو سره یي اوس هم د ملي اردو د ځواکونو په وړاندي ستونزي شتون لري .
ده زیاته کړه همدا راز یي د کورنیو چارو وزارت ته په وار،وار وړاندیزونه لیږل،چي په لویه لار دي هغه موټرونو څخه محافظت عامه او نور ځواکونه ساتنه وکړي،کوم چي د دغه وزارت سره ثبت شوي وي،خو د دي سره په لسګونو هغه اکمالاتي موټرونه،چي ګټه یي شخص ته ورځي،هم په دغه لویه لاره تګ راتګ کوي .
د میدان وردګو د والي په وینا داسي اسناد هم شته،چي هغه اکمالاتي موټران چي ګټي د څو کسانو جیبونو ته ځي،په لویه لاره د چسپکي ماینونو په چاودنو،تيلو پلورلو،ټانکرونو ته اور ورته کولو او یو شمیر نورو لارو څخه نا امني رامنځته کوي .
ده دا هم وویل : تر کومي چي د کابل ـ کندهار پر لویه لاره ټولو امنیتي پوستو ته انعامات او جزا ورنکړل شي، نور ترهغي پوري به په یاده لاره امنیتي ستونزي شتون ولري.
د غزني والي ښاغلي موسی خان اکبرزاده وویل: د اوسني د دي لویي لاري د امنیت ساتلو په موخه باید د ملي دفاع وزارت یو پیاوړی ځواک په دغه لویه لاره باندي ځای پرځای کړي، همدا راز پر دغه لویه لار باندي د وسله والو له خوا د ځای پرځای شویو ماینونو د لمنځه وړلو به موخه باید د ماین پاکوني څو ډلي د دغه لاري لپاره ځآنګړي شي.
همدا راز د کندهار والي پوهنوال توریالي ویسا،د غزني والي موسی خان اکبرزاده او د زابل والي اشرف ناصري د خپلو خبرو پر مهال په اړونده ولایتونو کي هم په نظامي برخو کي پر یو شمیر ستونزو خبري وکړي .
د ملي د فاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت د محافظت عامه معینیت استازو د یو شمیر ستونزو په منلو سره ژمنه وکړه،چي د غونډي په ترڅ کي ټولي اوریدل شوي ستونزو ته به ډير ژر د حل لاري چاري ومومي او د یوي غونډي په ترڅ کي به ټول مسؤلین له خپلو لاسته راوړنو خبر کړي .
دغو مسؤلینو یو پرتوکول هم لاسلیک کړ،چي په کي د نن ورځي غونډي ټولي وړاندي شوي ستونزي او دحل لاري چاري د جمهور رئیس حامدکرزي په مشرۍ امنیت شورا کي مطرح شي.
یادو مسؤلینو د غونډي په وروستۍ برخه کي د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل