کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دشېرخوستي ٤٠ورځنى ولايت او دبيات ناسم غوراوى

دشېرخوستي ٤٠ورځنى ولايت او دبيات ناسم غوراوى

 



دخداى بښلي استاد روهي يوه خبره اوس ډېره مشهوره شوې ده او ان ديوه فارمول په ډول يې خلک کاروي ، هغه ارواښاد ويلي و: (( افغانستان داستثناتو هېواد دى .))
 په لومړي ځل مې څو کاله مخکې دا خبره اورېدلې وه خو هغه مهال يې په مصداق نه پوهېدم چې ولې زموږ هېواد داستثناتو هېواد دى .
کله چې به دا خبره ياده شوه نو زما په ذهن کې به هم د((ولې)) تورى راګرځېد چې تر اوسه پورې مې ورته ځواب نه و موندلى خو دادى کلونه وروسته مې نه يواځې ځواب وموند بلکې دنورو زياتو خلکو په څېر دې پرېکړې ته هم ورسېدم چې خداى بښلى روهي څومره ستر ټولنپوه او عالم و چې دا افغانستان په اړه يې داسې يوه هېښوونکې خبره کوله .


رښتيا هم زموږ په هېواد کې ټولې سياسي، فرهنګي، ټولنيزې او نورې چارې داستثناتو په رڼا کې پر رامنځته کېږي او مخ ځي او ټولې پرېکړې مو تر همدې ټکې  را ګرځي چې دا کار په استثنايي ډول  داسې وشو او هغه کار په استثنايي ډول هغسې ونه شو .


دغبرګولي په ١٥مه، دپولنډ دبهرنيو چارو وزير ردوسلي شيکورسکي (Radoslaw Shkorski داسلامي ډلې مشر او پخوانى لومړى وزير ګلبدين حکمتيار جنايتکار وباله او دهغه دمحاکمې غوښتنه يې وکړه خو دهغه مهال ولسمشر او نور چارواکي چې تر حکمتيار يې دکابل په ورانولو کې لويه ونډه درلوده  دښاغلي شيکورسکي له خبرو څخه په استثنايي ډول وتلي ول .


او که دغه کسان په استثنايي ډول ورڅخه ونه وزي نو رباني تر حکمتيار په څه ښه دى چې يو جنايتکار شي او بل اتل .


دلته واک ته  هم تل په استثنايي ډول خلک رسېدلي دي او په استثنايي ډول بېرته ترې لرې شوي دي کنه داسې پاچا به چانه وي ليدلى چې مستوفي يې دومره واک ولري چې دکورنيو چارو وزير وټاکي .


يا داسې ولسمشر چې په څو کانتيرونو کې چې په يوه مهال کې به ورڅخه ددوزخ، زندان او دفتر کار اخيستل کېده حکومت ولري .
پخوانى ولسمشر رباني يادوم چې له کابله تر تېښتې وروسته يې کانتيرونه هم دفترونه ول ، هم يې خلک په کې بنديانول او دزندان کار يې ورڅخه اخيست او هم يې په اور ګرمول او خلک يې په کې معذب کول .
اتلولي او مارشالي هم په دې هېواد کې استثنايي ډول لري کنه دشمال ټلوالې جګړماران څنګه کولاى شي چې دغسې لقبونه وګټي .


په ټوله کې سړى  ويلاى شي چې په دې هېواد کې طبيعي پېښې هم په استثنايي ډول دي په ژمي کې يې واوره په استثنايي ډول دومره زياته شي چې لسګونه انسانان او زرګونه څاروي ووژني او په اوړي کې يې په استثنايي ډول وچکالي دومره زياته شي چې همدومره زيان واړوي .


لوږه يې همداسې درواخله چې دحکومت له بشپړو تيارويو سره سره په استثنايي ډول زرګونه خلک دوچو وښو او پروړې يابوسو خوړولوته اړ شي .


په دې هېواد کې هر وخت همدغه استثنايي فرمول ژوندى دى خو دښاغلي کرزي په حکومت بيا ټول کار همدغه فرمول هم جوړوي او هم يې واضح کوي .


استثناء اوس دلته يو ښه ځواب دى او هر چارواکى او مسول سړى له خپل مسوليت او ځواب څخه ځان په دې خلاصوي  چې شوى کار ياپېښه استثنايي وه بيا به نه تکرارېږي له همدې امله دغبرګولي په ١٦دکورنيو چارو وزارت وياند هم له ازادي راډيو سره دغويي په اتمه  ( ۸ ثور۱۳۸۷ )دمجاهدينو دجشن په مراسمو کې ګډوډي استثنايي وبلله او زياته يې کړه چې په نورو هېوادونو کې داسې پېښې هم رامنځته شوې دي چې ولسمشر پکې وژل شوى وي خو له نيکه مرغه ((  زموږ ولسمشر ترې ژوندى خلاص شو.))


په هر صورت افغانستان اوس داستثناتو کور دى او په هر څه کې يوه هغه پټه وي .
لکه مخکې چې هم ورته اشاره وشوه دلته دواک ته رسېدلو او له واکه دلري کېدلو په چاره کې استثناآُت خورا جوته ونډه لري چې موږ يې دلته  له نورو بېلګو څخه تېرېږو او يواځې دغزني دپخواني والي شېرخوستي ټاکنه او له واکه لري کېدل دهمدغه فرمول په مټ څېړو.


شاوخو  پنځوس ورځې مخکې درسنيوله لارې يو خبرخپورشو چې دحکومتي ټاکنو په ترڅ کې دشېرخوستي په نوم يو څوک دغزني دوالي په توګه ټاکل شوى دى .
دغه خبر له هغه لويه سره دډېرو دهېښتيا لامل و ځکه په افغانستان کې تر اوسه پورې دسياست په ډګر کې څه چې په نورو برخو کې هم دشېرخوستي نوم نه  و اورېدل شوى،  يواځې څو محدودو کسانو شېرخوستى پېژنداند چې له امريکا راغلى دى .
 لومړى په خوست کې دپټان همکار او بيا ورسته په اريانا نټ ورک کې يو کارکوونکى و  خو دخلکو په اصطلاح په ډېر غيرمترقبه ډول دغزني دوالي په توګه وټاکل شو هغه ولايت چې ((دسړک له ختمېدو سره پکې سم طالبان پيل کېږي .))


 


(( زه يواځې شېرخوستى يم))


دشېرخوستي له ټاکنې سره زياتو کار پوهانو له هغه لويه سره لا د ولسمشر او له دې ټاکنې سره د تړوليو ادارو لويه تېروتنه بلله .


ځکه غزنى چې امنيت او ټکاو يې له پخوا له ګواښ سره مخ و، نو دوالي په توګه دداسې يوچا ټاکل چې په امنيتي او پوځي برخه کې يوه ورځ کاري تجربه هم نه لري  دحالت نورې خرابتيا ته هم لاره اوارولى شي چې دغه کار عملا په غزني کې وشو .


دشېرخوستي تر ورتګ مخکې په غزني کې حالت ډېر کابو شوى و، خو دده له ورتګ سره سم حالت دومره ويجاړ شو چې دپېښو لمن مرکز يا دغزني ښار ته هم ور ورسېدله .


لکه څنګه چې دده له ټاکنې سره دبې امنيتي کومه اندېښنه جوخته رامنځته شوې وه هغه په حقيقت کې هم هماغسې شوه او امنتي حالت تر دې هم رانږدې شو چې په ولسي جرګه کې دغزني وکيلانو وويل ددې ولايت زياتې ولسوالۍ دسقوط په حال کې او مرکز تر جدي ګواښ لاندې  دى .


شېرخوستي چې کله په کار پيل وکړ نو رسميات يې تر ١٢بجو پورې و په دې مانا چې له ١٢بجو وروسته بيا له کوره نه راووت ان که ډېر اړين مسايل هم واى .


دويمه خبره داده چې نوموړى دغزني دخلکو له سيکالوژي سره په بشپړه توګه خلاف وخوت او هغه مهال يې هم حکومت او هم ځان ته ستونزې لا زياتې کړې چې دقومي مشرانو، ديني عالمانو، سپين ږيرو  او ژورناليستانو په يوه ګډه غونډه کې يې وويل چې دده له نوم سره بايد څوک محمد ياد نه کړي (( زه يواځې شېرخوستى يم)).
 تاسې څه فکر کوئ چې دافغانستان غوندي په سنتي او سپېڅلې مذهبي ټولنه او په ځانګړي ډول په غزني غوندې ولايت کې چې دنورالمدارس په نوم دټول هېواد په کچه لويه ديني مدرسه پکې پرته ده داسې يوه خبره کول دخلکو لپاره څه مانا ښندي او خپله ددغه سړي لپاره به په کومه بيه تمامه شي .


تاسې که وګورئ دغزني دټولو خلکو له نومونو سره د((الله)) يا ((محمد)) نوم تړلى وي او دا کار په غير شعوري ډول نه کېږي بلکې هغوى ته ديني عالمانو ويلي دي چې دغه ډول نومونه ثواب لري او دوى هم دهمدغه باور له مخې دا کار کړى دى او ديوه ارزښت په سترګه ورته ګوري.
 خو شېرخوستى چې دهغوى په مخکې  په دې ارزښت خاورې اړوي څه فکر کوئ چې دولس ملاتړ به ورسره کومې کچې ته راټيټ شي .
هغسې يوه ټولنه چې ددولت عادي مامورين هم په کفر او سلو نورو نومونو تورنوي نو يو والي چې په هر نيت وي خو ووايي چې ((زما له نوم سره محمد مه يادوئ )) دې خلکو ته څه مانا لري .
دشېرخوستي دکار بله ستونزه له هغې کړۍ سره لاره وړل او لاس ورسره يو کول دي چې په دې ولايت کې له څوکلونو راپدېخوا په دولتي او نيمه دولتي دندو او ان په  ملي شورا کې موجود دي او دخلکو شتمنۍ غصبوي او هر ډول جنايتونه تر سره کوي .
دا هغه کسان دي چې نورو واليانو هم ورسره لاره وړله او ډېر مهال به په ډېرو پېښو کې سره شريک وو.


ددوى يواځنۍ موخه خپل کار کول او دحکومت کارونه له خنډ سره مخ کول او ناکامول دي او په ښکاره که له يوه والي سره جوړ هم وي خو په حقيقت کې يې پښې وهي چې دهمدې پاليسۍ په ټس کې دشېرخوستي واکمني هم څلوېښت ورځې اوږده شوه.


دشېرخوستي ټاکنه او له واکه ګوښه کېدل 


داسې ويل کېدل چې شېرخوستى دامريکا دسفارت په مرسته او داحسان الله بيات په سلا او وړانديز دغزني والي ټاکل شوى دى .
ځکه هغه  ټول شواهد او پېښې چې سړي شنلاى شواى نو پايله به يې همدا دوه ټکي راوتله او دا خبرې ځکه يو څه دمنلو وړ وي چې خوستي نور هېڅ هم نه لرل يواځې دامريکا په سفارت کې يې شناخت او دبيات په نټ ورک کې دکار مخينه لرله .


خو له واکه دګوښه کېدلو او په دومره لږ وخت کې داسې يو کار کېدل ډېرې پوښتنې راپورته کوي  چې شېر خوستى څنګه په غيرمترقبه ډول والي او څنګه بېرته له ولايته پسې واخيستل شو .


که څه هم تر اوسه پورې په دې اړه کومي رسمي سند ته زما لاسرسى نشته خو هغه څه چې په غير رسمي ډول ددې ليکنې دسرچينې په توګه ورڅخه ګټه اخيستل شوې ده په بشپړ ډول دباور وړ کسان دي .
دغزني په PRT کې ديوه افغان چارواکي  خبره ده چې ويل يې : ((شېرخوستى تر کچې زيات چاپلوس دى نو له همدې امله دامريکايانو هم نه خوښېږي .))
دا خبره ځکه زياته دباور وړ ده چې دى يو مهال په خوست هوايي ډګر کې هم په يوه نامعلومه دنده باندې بوخت و  او دباوري سرچينو په وينا له هغه ځايه هم دچاپلوسي  له امله پسې را واخيستل شو .
دويمه خبره داده چې ويل کېږي حکومت له دې امله ورته غوسه و چې ده دغزني په پي ار ټي کې دخپلې لور دزوکړې کليزه نمانځلې وه او دا کار په حکومت بد لګېدلى و .
خو په دې اړه که هر څه وي،  وي ځکه خوستى خپله هم دامريکا تابعيت لري او دا کارونه يواځې افغانانو ته ارزښت لري چې خپل کولتور او دود ته وفادار پاتې کېږي .
خو زما په اند تر ټولو مهمه خبره داده چې  په غزني کې دشېرخوستي له ورتللو سره امنيت له صفر سره ضرب شو او د ورځې په اوږدو کې به څو ځله دجګړو او بريدونو خبرونه خپرېدل چې دا پخوا له مرکزه لږ وړاندې خو دده دواک په وخت کې په ښار کې دننه هم عادي شول .


حکومت هم کېداى شي دې حالت ته په کتلو سره پرېکړه کړې وي چې شېرخوستى نور دغزني دوالي په توګه نه يواځې وړ سړى نه دى، بلکې که لږ نور هم پاتې شي نو داسې ستونزې به جوړې کړي چې بيا به يې اوارول بلا قربانۍ او ستونزو زغملو ته اړتيا لري .
دغې خبرې ته دنوي والي ډاکټر محمدعثمان دمعرفي کولو په غونډه کې دولايتي شورا  رييس استاد حبيب الرحمن  هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د غزني خلک له دولت څخه ناراضه دي، د لته امنيت خراب او بيارغونه د نشت برابره ده .
نوموړي وويل : ((مخکې له دې چې دولت کوم ولايت ته والي لېږي، بايد ښه فکر وکړي او بې مسووليته کسان دې نه ګوماري، چې بيا يوه مياشت وروسته يې بېرته لرې کړي.))
دولايتي شورا رييس وويل چې ولسمشر حامد کرزي ته يې هم ويلي، چې غزني د سقوط په حال کې دى، امنيت خراب دى، بيا رغونه نشته او په ډېرو سيمو کې ښوونځي تړل شوي دي .
کېداى شي ولسمشر او  نور حکومت هم دښاغلي حبيب الرحمن له دې خبرو څخه انګېزه اخيستې وي چې غزني ته يې نوى والي واستاوه .


نوى والي دې څه وکړي ؟
په دې کې شک نشته چې په غزني کې ټکاو په فوق العاده ډول ويجاړ او خراب شوى دى او نوي والي ته بلاستونزې په مخکې دي چې امنيت او ټکاو بېرته راولي او دشېرخوستي ويجاړې بېرته ورغوي .
په دې کې هم شک نشته چې په غزني کې دحکومت په خلاف فعاليتونه زيات ګړندي دي ، بيارغونه نشته او په هره برخه کې تر اټکل زياتې ستونزې دي نو والي به يې له کومه ځايه پيلوي.
امنيت خو تر ټولو لومړنۍ اړتيا ده او دې کار ته نه يواځي والي بلکې ټول حکومت بايد په جدي توګه پام وکړي خو دغزني والي دنورو رسمي چارو دتر سره کولو په ترڅ کې يو کار بايد بل هم وکړي او هغه په  غزني کې دادارو يو شمېر رييسان او مشران له کاره لري کول او پر ځاى يې کارپوه، رښتيني  او په هېواد مين خلک په کار ګمارل دي .


دبېلګې په توګه اوسنى ښاروال ، دکليو دپراخيتا رييس، دکرنې رييس،  او يو شمېر نور چارواکي ټول په ښکاره ډول په اداري فساد او مافيايي چارو کې ښکېل دي او د خلکو وينې زبېښي .
زما په اند که والي غواړي چې په خپل کار کې بريالى شي نو لومړى دې له دې کسانو سره نر او ښځه معلوم کړي او حساب دې ورسره وکړي او بيا دې وروسته نورو چارو ته مخ واړوي چې هم يې کار اغېزمن او هم څرګند وي .