النبیل ټيلیویژنی کانال د خبر له مخې دمصر کودتاچي حکومت دلومړی ځل لپاره اخوان المسلمین غورځنګ یوه ترهه ګره ډله وبلله او دیوې اعلامیې په خپرولوسره ئې ادعا کړې چې دمصر په ضد د اخوان المسلمین ترهه ګرې ډلې له دسیسې سره مخامخ دي .دمصر حکومت په دغې اعلامیې کې ددغه هیواد له خلکوغوښتي دي ملی وحدت پرساتنې دې ټینګار وکړي اوپه په دغه هیواد کې دې دډلبندۍ درامینځةکیدا لپاره غوښتنوته دې پام نه کوي دمصر دحکومت ادعا په داسې حال کې دده چې ددغه هیواد خلک پوځ او کودتاچي حکومت په مصر کې دناحقه وینو بهیدا او دوروسیتو ناکراریو بشپړ مسئول ګني ځکه چې ددغه هیواد دپوځ له خوا دمصر دولسی ټاکل شوي ولسمشر محمدالمرسي دقانونی حکومت په ضد ئې کودتا کړې ده البته ډيری شناندي او کارپوهان وائی دمصر دوروستیو حالاتو اوسناریو ترشا په بشپړ ډول امریکا اواسراييل دی چې غواړي په مصر کې دولسی انقلاب پایلې اپوټه وښئ