پېښور:دخېبرپښتونخواحکومت دپېښورپرسنيماگانو دپښتوپر٥ نويوفلمونو( زما ارمان، لوفر،بنگي لاليه ،قرباني او شرط) بنديزلگولې او څرگنده کړې يې ده، چې دسانسوربورد منل کيدو پرته پرسنيماگانو وړاندې کيدل چې دا د(موشن پکچرز ارډينس) قانون څخه سرغړونه ده دايالتي حکومت دکورنيوچارووزارت په سمدستي ډول پرسنيماوودغوفلمونو د نه خپريدولارښوونه کړې ده بلخوا دفلمونو جوړونکوپه خپل غبرگون کې ويلي دي ، چې په اساسي قانون کې د١٨ ترميم څخه وروسته ايالتي حکومت سانسور بورډ نه لري چيرته خپل فلمونه يوسو دغه فلمونه دکوچني اخترپرمهال وړاندې کيدل