کور / تازه خبرونه / پاکستان:کرزى داگست په ورستيوکې اسلام اباد ته راځي

پاکستان:کرزى داگست په ورستيوکې اسلام اباد ته راځي

اسلام اباد : پاکستان ویلي چې افغان ولسمشرکرزى به د روانې میاشتې په وروستیو کې اسلام اباد ته سفروکړي او د سفر پر کره نیټې کار روان دی.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز چیمه ، په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې افغان ولسمشر حامد کرزى د روانې مياشتې په ورستيو کې پاکستان ته د سفر پر مهال به ورسره په بیلا بیلو موضوعاتو په پراخه کچه خبرې کیږي.هغه زیاته کړه چې هیواد له افغانستان سره پراخه سياسي اړیکې غواړي او ددې سفر پر مهال به د تجارت او سوداګرۍ ،د ولسونو تګ راتګ ، د افغان کډوالو موضوع او په افغانستان کې د پاکستان په مرسته پر روانو پروژو خبرې وشي.نوموړي داهم وویل چې دافغان ولسمشر د سفر پر مهال به له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو پر وتلو او تر ۲۰۱۴ کال وروسته په حالاتو بحثونه وشي.چیمه زیاتوی چې دا سفر به داګست میاشتې په وروستیو کې وشی، کره نیټه یې په ډاګه کړه، خو ویې ویل چې په دې اړه له افغان لوري سره په ګډه کار روان دی. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي وو چې؛ د جمهور رییس دا سفر به تشریفاتي نه بلکه یو عملی او موثر سفر وي. د افغان ولسمشر د دفتر رییس کریم خرم دا تایید کړه چې؛ ولسمشر کرزی به د اګست د میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې اسلام اباد ته ولاړ شي