ددې شورا چارواکو په کابل کې د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې ټينگار وکړ چې ددواړو هيوادونو ترمنځ د ډيورنډ د کرښې په اړه شرايط برابر شوي دي.
متحد ملي شورا وايي په پاکستان کې د نوي حکومت له رامنځته کيدو او په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو له شته والي سره چې دافغان دولت ملاتړ کوي دپولې پر سر د لانجې د اوارولو لپاره وړ وخت رامنځته شوى دى.
ددې شورا نوبتي مشرجعفر کوهستاني د افغانستان له دولت څخه وغوښتل چې د ملگرو ملتونو ترڅارنې لاندې ددې ستونزې د اواري لپاره د پاکستان له دولت سره خبرې پيل کړي .
خو دافغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند سلطان احمد بهين بي بي سي ته وويل چې دافغانستان دولت دېته چمتو دى چې په سيمه کې د ټيکاو د ټينگيدا لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي خو دده په وينا د ډيورنډ د کرښې پر سر خبرې ددواړو غاړو د ولسي مشرانو د هوډ پورې اړه لري :
دچارو شنونکي وايي چې ددواړو هيوادونو اوسنيو شرايطو ته په پام سره دډيورنډ پر کرښې خبرې اترې شونې نه دي .
دسياسي چارو يو افغان کارپوه فضل رحمان اوريا وايي د ډيورنډ د کرښې پر سر خبرې اترې د يو پراخ بنسټه او ځواکمن حکومت کار دى :
دډيورنډ د کرښې د لانجې د اواري لپاره د متحدې شورا وړانديز په داسې مهال کيږي چې له دې وړاندې پاکستان بيا بيا د کرښې پر سر د اغزن ديوال د جوړولو خبره کړې ده .
او دگاونډي هيواد دغه هوډ د افغانستان د حکومت او چارواکو له سخت مخالفت سره مخامخ شوى دى .
دپاکستان او افغانستان ترمنځ دډيورنډ کرښه تر پايه لانجمنه اودکرښې ددواړو غاړو اوسيدونکو له خوا نه ده منل شوې.
دوستانو دومره وایم چه د ډیورنډ په کرښه ډاکتر نجيب الله او ډیرو وطنپالانو سر ور کړی دی ګورو چه اوسنی به څه کوی
د ډيورنډ کرښي په اړه د مباحثې وړانديز دداسي چا له خوا وشو چي ولس پرې پوره باور نه لري ، پښتانه دي دې موضوع په دقت پام وکړئ ، هسي نه چي زورواکو او بلواکو دې کارته د څو پيسې ګټلو لپاره نيت کړی وي . دا د شپېته مليونه پښتون ولس لپاره د ژوند او مرګ موضوع ده .
Grano lostonko, Da pashtani meeni dak salamoona aw neke helle. Deera afa ghowaram chi pashtoo keyboard nalram aw pa anrezi toro pashtoo likama. Da ham da shamali walo ya bala dasisa da. Hos wakht zma pa fikar da 100 kalini zare masle da halawolao parzai nor deer mohama mushkilat sta chi da Kharijano pa zarya hal ke dai si. Da misal pa dol tola Afghanistan the khoraki toko da deer grani /qeematanoa achat wali sra las aw graw di. Afghanan da lawizi mari dagha da Shorawi aw Iran gholaman wali khapal awaz na porta kawi. Kho dai la nor ham ghowari chi Afghanan pa mushkilato ki waqiya si wa dai khapal siyasi maqsadona lasta rwari. Da zeridali pashtoon milat hamdardi tarlasa kari. Zmozh watan pa hara mohima adira ki doshman zai karai di. Idari fasad tar hada ziyad di. kho da choki teze pa har hal chowari chi laham da Afghanano wini toyi aw doyi qodrat ta warasizi. Ta watan zwanan pa tasha geda Afghanistan aw Afghanano ta wiyar war pa barkha kari kho kam wakil, hokamati khas astazi aw ya ham dagha da shorawi aw Iran godagiyano da para da khoshali zai na di chi dagha zwanan Pashtana di. Deer da afsoos zai di… Ajaba kho dada chi yaw mahajar wos da Afghansitan dawa dara so……
da pa tarikh ki likalai da afganano hak dai ama zama pa and pa osani sharayato ki aw pa osani dawlat ki dadi wrtia da nashtwali la amala dadi haq talabawal mashkilada. manana .