کور / تازه خبرونه / په تخار کي بمي چاودني۱۶کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په تخار کي بمي چاودني۱۶کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تخار:دتخارولایت څخه یوخبروایې،چي ددي ولایت دخواجه بهاوالدین په ولسوالي کي بمي چاودني یومحلي پولیس وژلی،شپږپولیس اونه ملکي کسان یې ټپیان کړي دي.
دتخارولایت امنیتي چارواکو دپیښي دتائیدترڅنګ رسنیوته ویلي ،چي دغه چاودنه هغه وخت را منځته شوه کله چي،دیوه هوټل په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کي پولیسو اوملکي کسانو په هوټل کي ډوډۍ خوړله.
په ټپیانوکي دوه ماشومان اودوي ښځي هم شاملي دي.تراوسه پوري ددي پیښي پړه هیچاه په غاړه نه ده اخیستي.