که يو هېواد یا د هغه هېواد سوداګر غواړي چې د خپل هېواد جوړ کړل سوي شیان په ښه بیه خرڅ کړي.
نو هغه تر ټولو دمخه د خپلو جوړ کړل سوو شیانو دپاره يو ښه منډۍ یا مارکیټ ګوري.بې له ښې بیي او ښه مارکيټ څخه پرته هر شی بې ارزښته سي.زیان او تاوان وي!هر هېواد د خپلو جوړ کړل سوو شیانو دپاره ښه بهاند او مر بوط مارکيټ ګوري.
د وسلو ښه مارکيټونه هلته وي چېري چې د جګړو،د کورنیو جګړو، د جنګ،د مهاجرت،د قامي جنګو او جګړو، ګران او سخت دوران وي.
په ټوله نړۍ کښې دا وخت د وسلې د جوړولو او رغولو سل غټي او بې شمېره کوشنئ فابرېکې په خپلو کارو کښې بوخت دي.د کوشنئ فاریکو له شمېره سره هره فا بریکه بیا دننه بېلي بېلي څانګي ځان ته لري.د فابرېرېکو شتمن او ماړه څښتن هر کال نوي نوي وسلې دنړۍ و منډیو ته د پلورلو دپاره را وړي.دا هڅي کوي چې هغه خپلي وسلې په لوړه بیه خرڅي کړي.د خپلو دندو د چمتو کولو دپاره د خپلو دندو د تقویه کولو دپاره سم د لاسه هغه کومکي خلګ هم منډیو ته راځي.چې د وسلې په پلو رلو او رانيولو کښې د دواړو خوا وو سره خبري کوي!په اصل کښې دغه خلګ هم د وسله جوړوونکو خپل خلګ وي! د وسله پلو رونکواووسله سازانو سترګي تل و هغو هېوادو ته نېولي وي چېري چې نا کراري وي.جنګ جګړه روانه وي.وسله سازان په دې خای هم خبر وي.چې کم هېواد و کمي وسلې ته ار زښت لري.
کنې که چېري په ريښتیا توګه د وسلې د پورلو او رانېولو مخه و نيول سي!بیا خو به د نړۍ ټول جنګونه خپله پای ته ورسېږي.
د یوه وسله ساز هيواد یوه فابریکه د جنګ ځپلي هيواد د واکمنو سره د وسلې د رانيولو لاس لیک کوي!د هغه هیواد یا د بل وسله ساز هیواد بله فا بریکه بیا د هغه هیواد د یا غیانو سره د وسلې د رانیولو لاس لیک کوي.
مانا خپله وسله خر څول دي.د مرګ ، ددر بدري،دجنګ جګړي سره د هغو هېڅ کار نسته!د هغو کار له خپل چاري او ځان سره دئ.مرګ،ژوبله،تاوان،جنګ،جګړه،ناکراري هم په داسي حالا تو کښې خو د وسله سازو خلګو کسب،وظیفه،دنده،تجارت او ګټه وي!.که چېري داسي حالات نه وي.کراري سي.سوله هر ځای منځ ته راسي.خوشالي او ورور ولي سي.بیا خو به دا ټوله وسله سازان کور ته کښيني.او هغه هیوادونه به څه کوئ.چې خپل ټوله اقتصاد یې پر وسله سازي ولاړدئ.
بله خبره د وسله سازو هېوادو دننه به یوه مرمۍ هم و نه موندې.هلته په خپلو هېوادو کښې یې د قانون شکنجه څو مره کلکه ساتلې ده!
موږ غریب او جنګ ځپلي هېوادونه چې یو ځای مو قانون کمزوری دئ.بل ځای مو مخ ته،شاته،یو خوا بل خواته د وسلو انبارونه پراته دي.بیا هم موږ هم د سولې هیله او ارزو کولای سو.سر بېره پر دې.چې د وسلو په انبارو کښې شا او خوا پټ یووسله سازان که جنګ غواړي خو موږ کراري او د سولي ژوند غواړه.