قاهره :د مصر د پوهنتون د ستورو پيژندونکو پوهنځي ملي ادارې مشر حاتم عوده څرگنده کړې ده چې زمونږ د شمېر له مخې کوچنى اختر د پنجشنبې په ورځ د اگست د مياشتې په اتمه نېټه دى. نوموړي زياته کړې چې زما او زما د مرستيالانو شمېر ښايي چې سږ کال د روژې مياشت نهه ويشت ورځې ده. همدارنگه د مصريت ډاټ کام ويب پاڼې هم څرگنده کړې چې د روژې مياشت نهه ويشت ورځې ده. او کوچنى اختر به د اگست په اتمه ٢٠١٣م چې د زمري د مياشتې له ١٧ مې ١٣٩٢ سره برابره ده، دى . همدارنگه به په سعودي، کويټ، متحده عربي امارات، عراق، سوريه، ليبيا، سوډان، بحرين، عمان، يمن، لبنان، الجزاير، المغرب، تونس او په اردن کې هم د پنجشنبې په ورځ کوچنى اختر وي. د شيعه عربي ويب سايټ شفقنا هم د پنجشنبې ورځ کوچنى اختر اعلان کړى دى خو په پاکستان کې داگست پرنهمه د جمعې پرورځ کوچنى اختردى اوداگست پراتمه يې د مياشتې د ليدو غونډه رابللې ده .