کور / تازه خبرونه / په پاکستان کې د سېلابونو کې له امله ٦٠ کسان مړه شوي

په پاکستان کې د سېلابونو کې له امله ٦٠ کسان مړه شوي

پېښور:په پاکستان کې د طبعي اپتونو پرضد د مبارې اداره وايي په وروستیو سېلابونو له امله ٦٠ کسان مړه شوي او گڼ ورک دي چارواکي وايي ویره لري چې مړو کسانو شمېر ښايي نور هم لوړ شي.ویل شوي چې یوازې په کراچۍ کې د سېلابونو له امله د بریښنا په شراتۍ او کورونو د چتونو د لوېدلو له امله د دوو ماشومانو په ګډون ګڼ کسان وژل شوي دي.په ښار کې د سېلابونو اوبو ګڼ سړکونه ویجاړ کړي، په ځینو سیمو کې ترافیکي خدمات ځنډیدلی او ځیني ځایونه د سېلاب له اوبو ډک دي.چارواکي وايي انتظار باسي چې بارانونه ودرېږي او بیا له دغو سیمو اوبه وباسي. سربیره پر کراچې ښار په سکهر، جېکب آباد، لاړکانه، دادو، قمبر، کننده کوټ ګهوټکی، شکارپور او بدین کې هم سخت بارانونه شوي چې له امله یې نه یوازې ورځنی ژوند له خنډو ځنډ سره مخامخ شوی بلکې سېلابونه هم وتلي دي.چارواکي وايي د خېبر پښتونخوا ایالت په بېلا بېلو سیمو کې سېلابونو اته کسان وژلي او څو کسان ورک دي. چارواکي وايي اوس په دیره اسماعیل خان کې هم د سېلابونو د راتګ خبره تاییدوي او وايي چې مرستنیدویه چارې یې پیل کړي دي. د طبعې اپتونو پرضد د مبارزې ادارې چارواکي وايي په چترال کې سېلابونو پنځه کسان وژلي دي. د چارواکو وینا ده چې په چترال کې له تېرو دریو ورځو راهیسې بارانونه روان دي. په قبایلي سیمو کې هم ۱۲ کسان په سېلابونو کې وژل شوي دي. په کرمې ایجنسې کې څلور، په جنوبي وزیرستان کې ۵ او په شمالي وزیرستان کې یو کس په بارانونو او سېلابونو کې وژل شوی دی. په پاکستان کې د طبعي اپتونو پرضد د مبارزې ادارې ویاند بریګیډیر کامران ضیا وايي په بلوچستان کې په سېبلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تراوسه څلور تنه دی. ایالتي چارواکي وايي ځپل شویو سیمو ته یې مرستې استولي دي. له مرستو بار ۱۰ لارې جهل مکسي او پنځه نور لورلايي ته استول شوې دي. په دې توکو کې خیمي، خواړه او له میاشو څخه د ځان ساتنې لپاره جالۍ شاملې دي. پاکستاني چارواکي وايي په پنجاب ایالت کې د وروستیو وتلو سېلابونو او بارانونو له امله ۱۲ کسان وژل شوي دي. د چارواکو وینا ده چې د ایالت په ګڼو سیمو کې ورځنی ژوند له خنډ وځنډ سره مخامخ شوی دی په پاکستان کې د طبعي اپتونو پرضد د مبارزې اداره وايي تراوسه پورې په ګلګت بلتستان کې د سېلابونو له امله د یو کس د وژل کېدو خبر تایید شوی دی. د پاکستان په نورو سیمو کې هم سېلابونه وتلي چې مالي او ځاني تاوانونه یې اړولي دي.