کور / تازه خبرونه / د مور په شيدو سره د ماشوم د تغذيې اوونۍ ولمانځل سوه

د مور په شيدو سره د ماشوم د تغذيې اوونۍ ولمانځل سوه

په کندهار کي د مورپه شیدو سره د ماشوم د تغذیې نړیواله اوونۍ ولمانځل سول
د مورپه شیدو سره دماشوم د تغذیې نړیواله اونۍ هر کال د اګسټ په اوله اوونۍ د نورو هیوادونو تر څنګ په کندهار ولایت کي د ماشومانو د ښه صحت او د پوډري شیدو څخه د مخنیوي په خاطر لمانځل کیږي.

د مور په شیدو سره د ماشوم د تغذیې نړیواله اونۍ نن د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست د غونډو په تالار کي د همدې ولایت د عامي روغتیا رئیس ډاکټرعبدالقیوم پخلا او روغتیایې کارکوونکو له لوري ولمانځل سول.

دیادي اوونۍ د لمانځل غونډي په پیل کي د کندهار دعامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا د افغانستان د عامي روغتیا د وزیري ثریا دلیل را استول سوی پیغام ولوست.

د افغانستان د عامي روغتیا د وزیري ثریا دلیل په رالیږل سوي پیغام کي د مور د شيدو ګټي او فواید بیان سوي وې اودغه راز اغلي دلیل په خپل رالېږل سوي پیغام کي د ټولو میندو څخه غوښتي وه چي خپل اولادونه خپل په شیدو تغذیه او ماړه کړي او د ماشومانو د مړولو لپاره د پوډري او نورو خوراکي شیدو او موادو څخه ډډه وکړۍ تر څو اولادونه مو د ښه او کامله صحت درلودونکي وي.

کندهار د عامي روغتیا رئیس د افغانستان د عامي روغتیا د وزیري د پیغام د لوستلو څخه وروسته د مور د شیدو پر ګټو وږغېدۍ نوموړي په خپلو خبرو کي پر ټولو هغه میندو ږغ وکړۍ چي خپل ماشومان په پوډري او یاهم نورو جوړو سوو شیدو تغذیه کوي باید د اولاد د ښه روزني په خاطر د جوړو سوو شیدو د استعمال څخه لاس واخلۍ.

د ډاکټر عبدالقیوم پخلا تر څنګ یو شمېر ډاکټرانو او روغتیایې کارکوونکو هم په خپل نوبت سره د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې پر اهمیت او ګټو وږغېدل دوی هر یوه په خپل نوبت سره د غونډي برخه والو ته زیاته کړه چي د مور د شیدو او نورو پوډري شيدو او خوراکي موادو تر منځ زیات فرق سته او تر منځ یې زیات شمېر ګټي او تاوانونه موجود دي چي باید ټولي میندي ورته ځیر سي.

ددوی په خبره چي هري مور ته پکار ده چي د ماشومانو د زیږون سره سم ماشومان په خپلو شیدو ماړه کړي تر څو یې ماشومانو طبعي او د ګټي څخه ډکه غذا خوړلې وي او هم یې خپل اولادونه د ښه او کامله صحت څخه برخمن کړي وي.