کور / تازه خبرونه / کندهار : پر اړو کورنيو مرستي ووېشل سوې

کندهار : پر اړو کورنيو مرستي ووېشل سوې

د کندهار ولایت مقام لخوا د همدې ولایت د ژړۍ اولسوالی د ۵۰۰ غریبو کورنیو سره د روژې مبارکي میاشتي د فضیلت او د کوچني اختر په رارسېدو د خوراکي توکو مرسته وسوه.
د ژړۍ ولسوالۍ ولسوال جمال اغا په خبره چي په یاده مرسته کي چای، بوره، پلمېټ، وریجي، غوړي، مالګه، خورما، او چاکلېټ شامل دي چي د ځایي خلکو ستونزي به تر یوې اندازې ورحل کړي.
نوموړي زیاته کړه چي د ولایت مقام تر څنګ باید تجاران او ملي پانګوال هم د غریبو او بې وزلو کورنیو سره د خوراکي او نور د اړتیا وړ توکو مرستي وکړي.
د ژړۍ ولسوالۍ ولسوال جمال اغا تر څنګ د هغه غریبو کورنیو سرپرستان هم زیات خوښ برېښېدل چي ورسره د خوراکي توکو مرسته سوې وه او د دولت څخه یې د نورو اړینو توکو د مرستي غوښتنه کوله.