کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو په جلال اباد کې د تېرې ورځې د خونړۍ چاودنې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
سرنوشت په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي په جلال اباد کې پرونی حملې پاکستان ته د ولسمشر له سفر سره تړلي.
ورځپاڼه لیکي حملې د همدې لپاره پلان شوې وې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ نورهم زیات کړي.
د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي د افغانستان جګړه لا زیاته د استخبارتي کېدو او پېچلې کېدو خوا ته روانه ده.
ملي ارمان ورځپاڼې د عیني شاهدانو له خولې لیکلي ای ایس ای په جلال اباد کې د هند قونسلګرۍ الوزوله.
همدار راز هشت صبح ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له خولې لیکلي چې دغه کار طالبانو د سیمې د استخباراتو په مټ ترسره کړی، خو طالبانو په دې حمله کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
ملي بارو روځپاڼې لیکلي افغانان د هند او پاکستان د جګړې قرباني دي.
لیکوال پوښتنه کړې ولې د نورو د جګړو کوربانه یو؟
ورځپاڼه لیکي پاکستان او هند د ډهلي او اسلام اباد د ګټو لپاره کابل انتخاب کړ په څرګنده دغه دواړه پخواني رقیبان ځانونه په خپلو منځونو کې له جګړې په څنډه ښيي او یو بل سر یې د راشه درشې دروازې هم پرانیستې.
د ملي باور د سرمقالې د لیکونکي په اند افغان دولت باید د ولسي ګټو او ملي سیاستونو په رڼا کې ګامونه پورته کړي او یادو ستونزو تر اغیزې لاندې رانشي.
خدمتګار په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دهند په قونسلګرۍ حمله پلانوونکي ته ۵۰۰ زره کلدارې ورکول شوې.
دورځپاڼې په مطلب کې راغلي پاکستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم غواړي افغانستان بیا هغسې لاندې کړي لکه تېر ځل یې چې لاندې کړی و.
یاده ورځپاڼه دهندي پخواني چارواکي بهارت ویرما څرګندونې راخیستې چې ویلي موږ باید د پاکستان دمخ پر زیاتېدونکو حملو دمخنیوي لپاره افغان ځواکونه پیاوړي کړو،کنه نو پاکستان په افغانستان کې دهندوستان ګټې نه شي زغملای.
محور ورځپاڼې دجلال آباد دښار دپرونۍ چاودنې یو ویرونکي تصویر خپورکړی اولیکلي یې دي په مشرقي د خونړي هجوم لومړی راز.
د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې دننګرهار د سقوط لپاره کټ مټ د مجاهدینو د وخت هغه پلان تکراریږي ،چې دآی ایس آی مامورین دخوشباوره مجاهدینو ترڅنګ په جلال آباد راپریوتل .
په پای کې انیس دولتې ورځپاڼې لیکلي ولسمشر حامد کرزي په جلال آباد کې تروریستي حمله په سختو ټکو غندلې ده.