کور / تازه خبرونه / ملي پويستون : ٢٨ ټولګټي پروژې ګټي اخستني ته وړاندي کړې

ملي پويستون : ٢٨ ټولګټي پروژې ګټي اخستني ته وړاندي کړې

د ملي پيوستون يا (NSP) پروګرام د تل په څېر په روزګان ولايت او اړونده اولسواليو کي شاوخوا اتويشت ټولګټي پروژې د ګټي اخستني په موخه اړونده مسئولينو ته وسپارلې. دا پروژې د دې ولايت په مرکز ترينکوټ، ګزاب، چوره او د خاص روزګان په اولسواليو کي د روان ١٣٩٢ کال د اسد (زمري) په مياشت کي پښپړي او د دې ولايت اوسېدونکو ته د ګټي اخستني له پاره وړاندي سوې چي شاوخوا (٣٨٤٨) کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي. ياد پروګرام يادي پروژې د  (30998528) افغانيو په مالي لګښت او د اولسي وگړوپه 10 فيصده ونډه چي (3414125) کېږي جوړي کړي .


د يادو پروژو څخه پنځه (٥) ئې په مرکز ترينکوټ، درې (٣) ئې د خاص روزګان ، يوه (١) ئې د ګزاب او پاته نولس (١٩) ئې  د چورې په اولسواليو کي بشپړي او د ګټي اخستو وړ وګرځېدلې او د يوشمېر نورو کار دوام لري چي په نژدې راتلونکي کي به د خلکو د ګټي  اخستني په موخه وړاندي سي.


د روزګان د پروژې يو انځور






 






څه موده وړاندي ملي پيوستون پروګرام په دې ولايت کي يوشمېر نوري پروژې هم ګټي


اخستني ته وړاندي کړي وې چي تاسو ئې ٣٧٤٤٧ ليکنه يا په لاندي لينک کي کتلاى


سى.


http://larawbar.net/adminplus/index.php?funky=showeditnews&&id=37447


د يادوني وړ ده چي د ملي پيوستون پروګرام غوښتنه د بن په کنفرانس کي


د افغان اولسمشر حامد کرزي له خوا  په ٢٠٠٢ کال وسوه چي د هغې مودې


 راهيسي پيل او تر اوسه ئې دوه پړاوه پوره سوي او دريېم ئې دوام لري.