ډېرو درنو هېوادوالو ! تاسو خبر ياست ، چې راتلونکې جمعه د فرانسې په پلازمينه پاريس کې د افغانستان د امنيت او سياسي ـ اقتصادي ودې په اړه مهمې پرېکړې کيږي .
د افغانستان د سولې ملي جرګې د ( د پاريس له غونډې څخه د افغان ولس غوښتنې ) تر سرليک د کابل په غازي لوبغالي کې يوه لويه غونډه رابللې ده . موږ له تاسو درنو هېوادوالو څخه په ډېر درنښت هيله کوو ، چې په دغه لويه غونډه کې ګډون وکړیء او له موږ سره په ګډه د افغان ولس د غږ په اوچتولواو نړيوالې ټولنې ته د هغې په رسولو کې برخه واخلیء .
په درنښت
د افغانستان د سولې ملي جرګه
وخت : جمعه ، دغبرګولي ۱۷، د سهار ۸:۰۰ بجې
ځای : غازي لوبغالی ،کابل
لطفاً ددې خبرتيا انټرنټي ادرس خپلو ملګرو ته د برېښناليک له لاري واستوﺉ www.larawbar.com/news.php?id=3752