د كندهار چارواكي وايي، چي په ارغنداو اولسوالي كي د ټاكنو د مركز په لوټېدو كي ځيني كړۍ ، ګوندونه او سياسي ډلي لاس لري چي تر پلټنو وروسته به ئې نومونه په ډاګه كړي .
د شنبې په ورځ د كندهار د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال په يوې خبري ناسته كي وويل په ټاكنو كي د نوم ليكني هغه كتابونه او كتابچې ئې د كشفي اروګانونو په مرسته موندلي چي د تېري اوونۍ د چهار شنبې په ورځ د کندهار په ارغنداو اولسوالۍ کي نادركه سوي وې .
پتيال وايي چي د نوم ليكني د مركز د كتابونو په غلا كي د ځينو سياسي ګوندو او سياسي مخالفو ډلو لاس دئ خو نوموړي د كوم ګوند يا شخص نوم ياد نه كړ خو په اړه يې د جدي پلټونو خبر وركړ .
د كندهار مرستيال والي زياته كړه چي دوى به تر پوره پلټني وروسته په موضع كي د ښكيلو كسانو نومونه او ګوندونه هم په ډاګه كړي .
هغه په كندهار كي د قومي مشر كليم الله نقيبي نوم ياد كړ، كليم الله نقيبي د اسلامي جمعيت مرستيال هم دئ په خبره ئې چي دلته قومونه او اولسونه په جنجالونه كي سره ښكيلوي .
خو كليم الله نقيبي بيا دا خبري نه مني او وايي چي تر اوسه پوري ئې د اولس او دولت پر خلاف او وړاندي څه نه دي كړي هغه وايي كه څوك پري تور لګوي ثبوت دي وړاندي كړي .
د اولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنو ته كابو اوه مياشتي پاته دي چي هره ډله هڅه كوي څو په بيلابيلو ولايتونو كي خپل كمپاينونه مخ ته بوزي چي عام خلګ ددوى د كمپاين مخ ته وړولو ته انديښمن دي .