د هندوستان مرسته شوې بودیجې څخه دې په میدان وردګو ولایت کې یو انسټیټوټ ته ودانۍ او یو پنځوس بستریز روغتون جوړ شي.
دغه وړاندېز د میدان وردګو ولایت په ادارې غونډه کې چې د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ جوړه شوې وه،نن ( شنبه ) د دغه ادارو د مسؤلینو له لورې وشو.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د ادارو مسؤلینو ته دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د هندوستان هېواد لخوا د مرسته شویو پیسو په لړ کې میدان وردګو ولایت ته هم دوه ميلیونه امریکايي ډالر ځانګړې شوي،چې د یو لړ شرائطو په ترڅ کې باید موږ د اقتصاد وزارت ته وړاندیز کړو.
ده زیاته کړه، تردې وړاندې د یادې بودیجې لپاره څلور پروژې وړاندیز کړې وې،چې د ځینيو ستونزو له امله منظورې نه شوې او ښه به وي،چې موږ اړینې پروژې د دویم ځل لپاره یاد وزارت ته وړاندیز کړو.
د میدان وردګو ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو له لورې تر ډېر بحث وروسته پرېکړه وشوه،چې په مرکز کې دې ورته پنځوس بستریز روغتون چې یو میلیون امریکايي ډالر لګښت پرې راځي او همدا راز یې په دشتې ټوپ کې د هغه انسټیټوټ لپاره چې د مګړۍ زدکړیالان یې په کرایه کور کې اوسیږي او تر شنه اسمان لاندې زدکړي کوي د ودانۍ د جوړولو پرېکړې وشوې .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي لارښوونه وکړه،چې د یادو دوو پروژو د منظورۍ په موخه دې وړاندیز ژر د اقتصاد وزارت ته د د واړو پروژو د بشپړ ډیزان او نورو تخنیکي مسائلو سره یو ځای واستول شي،ترڅو د دغه پروژو د عملي چاري تر مرحلو بشپړ کېدو وروسته عملي پیل شي .
په همدې حال کې د فوائد عامې رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې په دواړو لویو لارو ( شهرا نمبریک،شهرا نمبر دو) کې د تخریب شویو سړکونو او پلچکونو د جوړولو د چارو د ډیر ژر پيل کېدو څخه خبر ورکړ.