اسلام ابا د : دبي بي سي د خبر له مخې د امريکا د بهرنېو چارو وزير جان کېري له پاکستاني مشرانو سره په مهمو موضوعاتو خبرې پيل کړې دي.په دغو خبرو کې به په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو، د ترهګرۍ ضد جګړه کې همکاري، اقتصادي اړيکې او د ستراتېژيکو خبرو بیا پيلول شامل وي .ښاغلی کېري به د لومړي وزير نواز شريف له حکومت سره د امريکا د اړيکو په اړه خبرې وکړي.اسلام اباد ته د ښاغلي کېري له ورتلو وړاندې د نواز شريف په مشرۍ د لوړې کچې په يوه غونډه کې له هغه سره د خبرو پر اجنډا غور شوی دی.په دغه غونډه کې د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کياني، د آی اس آی مشر ظهير الاسلام او د لومړي وزیر ستر سلاکار سرتاج عزيز ګډون کړی.د جان کېري په مشرۍ امريکايي پلاوي د خپل سفر په پيل کې د بهرنيو چارو په وزارت کې له سرتاج عزیز سره کتلې دي.د بهرنيو چارو وزارت مخکې ويلي و، چې په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو ډرون بريدونو موضوع به د دوی د خبرو مهم ټکی وي.”امريکا وايي له دې امله ډرون بريدونه نه دروي، چې وسله وال له قبایلي سیمې وزيرستان نه د ډېورنډ بلې غاړې ته د بريدونو لپاره اوړي او په خبره يې پاکستان يې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.”اسلام اباد ټينګار کوي چې په دغو بريدونو کې ملکي کسان وژل کېږي او دا چې ډرون بريدونه د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره زیان رسوونکي دي.امريکا وايي له دې امله ډرون بريدونه نه دروي، چې وسله وال له قبایلي سیمې وزيرستان نه د ډېورنډ بلې غاړې ته د بريدونو لپاره اوړي او په خبره يې پاکستان يې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.په واشنګټن کې د امريکايي چارواکو له قوله ویل شوي چې ښاغلی کېري به پر پاکستاني چارواکو د وسله والو پر ضد د نورو ګامونو پورته کولو غږ وکړي.د پاکستان او امريکا ترمنځ د ستراتېژيکو خبرو بيا پيلول هم يوه موضوع ده، چې په ۲۰۱۱ کې د پاکستان پر يوې پوستې د بريد له امله چې ۲۴ پاکستاني سرتېري په کې ووژل شول، ځنډېدلې وې.چارواکي وايي په افغانستان کې د سولې مسله هم د خبرو په اجنډا کې شامله ده او دواړه غاړې به د قطر بهير د بيا پيلېدو په اړه خبرې وکړي.