کور / تازه خبرونه / ممنون حسین د پاکستان ولسمشر شو

ممنون حسین د پاکستان ولسمشر شو

اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې پاکستاني چارواکي وايي، د ملي پارلمان او ایالتي اسمبلیو د ولسمشریزو ټاکنو پایله کې د واکمن مسلم لیګ (ن) کاندید ممنون حسین ډېرې رایې ګټلې دي.د حکومت لویې مخالفې ډلې پیپلز ګوند او ایتلافي ګوندونو، چې پښتون ملت پالی ګوند، عوامي نېشنل ګوند، بلوچستان نېشتل پارټي او مسلم لیګ (ق) په کې شامل دي، له ولسمشریزو ټاکنو سره پرېکون اعلان کړی.ممنون حسین په ملي پارلمان، پنجاب، سند او بلوچستان کې کامیاب شو، خو خیبر پښتونخوا کې د هغه سیال وجیه الدین زیاتې رایې واخیستې.دغو ډلو د واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند په غوښتنه د سترې محکمې په امر د ټاکنو نېټه یوه اوونۍ مخکې کولو پرضد مظاهره کړې ده.دوی وايي، چې د کمپاین کولو لپاره پوره او مناسبت وخت نه دی ورکړل شوی.د ټاکنو کمیسیون مخکې د ولسمشریۍ ټاکنو لپاره د راتلونګي اګست شپږمه اعلان کړې وه.خو وروسته د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز شریف په غوښتنه، سترې محکمې دغه نېټه یوه اونۍ مخکې ته کړه.د واکمن مسلم لیګ (ن) ډلې له خوا د دې ډلې یو مشر ممنون حسین کاندید و، چې د سند ایالت والي هم پاتې شوی دی.د حکومت یوې بلې مخالفې ډلې تحریک انصاف د سترې محکمې یو مخکینی قاضي وجیه الدین د خپل کاندید په توګه رامخې ته کړی دی.رای اچونه د ملي اسمبلۍ او مشرانو جرګې په ګډه غونډه او د ایالتونو په مرکزونو پېښور، کوټه، کراچۍ او لاهور کې شاوخوا د سې شنبې پر ورځ شاوخوا لس بجې پیل شوې ده.دا رای اچونه به پر ځايي وخت د ماسپښین تر درېیو بجو دوام وکړي.پاکستان کې ولسمشر د ملي اسمبلۍ، مشرانو جرګې او څلورو ایالتونو د اسمبلیو له خوا ټاکل کېږي.د ولسمشر اصف علي زرداري د ولسمشرۍ موده د راتلونکي سپتمبر پر اتمه پای ته رسېږي او د قانون له مخې نوې ټاکنې د ولسمشر د واک مودې له پای ته رسېدا دوه میاشتې مخکې کېدای شي.پارلمان، پنجاب او بلوچستان اسمبلیو کې د مسلم لیګ (ن) او ایتلافي ډلو د غړو شمېر ډېر دی او سیاسي کارپوهان وايي چې د دې ډلې د کاندید په بریالیتوب کې هېڅ ستونزه نه شته. ممنون حسین د ۱۹۴۰ د مارچ دویمه د هند اګره کې پیدا شوی، ۱۹۴۷ کال د پاکستان تر خپلواکۍ وروسته یې کورنۍ پاکستان ته تللې نوموړی د مسلم لیګ (ن) ډلې غړی او نواز شریف ته وفاداره پاتې شوی، چې د ۱۹۹۹ کال د مشرف د کودتا پرمهال د سند ایالت والي و نوی ولسمشر به راتلونکې سپتمبر کې لوړه وکړي، هغه تر کامیابېدا وروسته د مسلم لیګ له مسؤولیته استعفا وکړه