کور / تازه خبرونه / د انتخاباتو د کمېشنرانو وړتياوي

د انتخاباتو د کمېشنرانو وړتياوي

کابل چاپ ورځپاڼو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د۹ ټاکل شویو کمېشنرانو د وړتیا، کار او تجربو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

سرنوشت ورځپاڼې په خپل مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي په ټاکل شویو کې شپږ نارینه او درې یې ښځې دي، دغه کسان به د لوړې تر مراسمو وروسته په لومړنۍ غونډه کې خپل مشر، مرستیال او منشي وټاکي.

ملي باور ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې انتقاد کړی او لیکي ستره ستونزه دا ګڼل کیږي، چې کمېشنران په قومي بنسټ باندې ټاکل شوي دي او مسلکیتوب او د ټاکنو روڼوالي ته په کې پاملرنه نه ده شوې.

بل خوا خدمتګار ورځپاڼه په یوه جلا مطلب کې لیکلي، دا ځل چې څوک د انتخاباتو د کمېشنرانو په حیث ټاکل شوي، په مجموع کې داسې کسان نه دي چې په سیاسي لحاظ د خاص قشر استازیتوب وکړي.

د لیکوال په اند چې یو مثبت تحول دی.

د مطلب د لیکوال د معلوماتو له مخې دغه راز په دغو نهو کسانو کې داسې څوک نه لیدل کیږي، چې د بشري حقونو په نقض دې تورن وي.

ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښته کړې ایا غوغاوې چوپې شوې؟

د لیکوال د معلوماتو له مخې کله چې؛ د انتخاباتو د خپلواک کېمیسیون دندو، تشکیلاتو او صلاحیتونو قوانین په ولسي جرګې کې تر بحث لاندې و، زیاتو هغو کړیو چې ځانونه دولت سیاسي مخالفین بولي، پردې ډېر ټینګار کاوه چې کمېشنرانو په ټاکلو کې د ولسمشر واک محدود کړی.

د سرمقالې د لیکوال په اند دې کار پر ډېرو خولو برغولي کېښودل شو ، خو په دې کې شک نشته چې د ځينو کسانو خپګان او منفي غبرګون به هم ورسره وي.

د ویسا سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي خدای دې وکړي دغه له څو لوریو چاڼ شوي کسان د ولس په تول پوره وخیژي او ترپخوا دانتخاباتو د کمېسیون اړوندې چارې ښې او د ولس ته د باور وړ تنطیم شي.

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي هغه کسان چې ولسمشر د کمېشنرانو په توګه معرفي کړي د انتخاباتو په برخه کې کافي تجربه نه لري.

یادې ورځپاڼې د حق اوعدالت د ګوند د یوه فعال غړي حمیدالله فاروقي په نکل لیکي دغه کسان هغه وخت کولای شي، خپل کارونه په سمه توګه پرمخه یوسي چې د دوی د کار معیار قانون وي.

ورځپاڼه د فاروقي له خولې وړاندې لیکي که څه هم یاد کسان دانتخاباتو په برخه کې له کافي تجربې نه دې برخورداره ،ولې کولای شي له تېرو تجربو په ګتې اخیستنې خپل کار پر مخ ته یوسي.