د وردګوولايت امنيتي مسئولين وايي چي نن سهار(سې شنبه) د ملي اردو او ملي پولیسو په ګډو عملیاتو کي چي د دغه ولایت د مرکز میدان ښار په زنګیانو سیمه کي ترسره سول په ترڅ کي ئې شپږ سوه کیلوګرامه چاودیدونکي توکي له یو زیرمتون څخه ترلاسه سوي .
د چارواکو په وينا چي وسله والو پلان درلود چي د دې وسلو په وسيله زيات حکومت ضد کارونه ترسره کړي خو مخکي تر دې چي هغوى خپل هدف ته ورسېږي ، د دې ولايت د پوليسو له لوري ئې مخه ونيول سوه او شاوخوا شپږ سوه کېلوګرامه چاودېدونکي توکي د پوليسوله لوري ونيول سول.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.