کور / تازه خبرونه / کندهار : ماين ښخوونکي نيول سوي

کندهار : ماين ښخوونکي نيول سوي

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ئې درې وسله وال ماين ښخوونکي نيولي.
چارواکي وايي چي دا کسان ئې د دې ولايت په دامان اولسوالۍ کي د ملي پوليسوپه عملياتو کي نيولي.
کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر په دې اړه يوه خبرپاڼه لراوبر ته رالېږلې اود دې پېښي د پخلي ترڅنګ ليکي چي ياد کسان د پاکستان هيواد څخه را اوښتي ول او غوښتل ئې چي دلته د افغان ځواکونو پر خلاف وجنګېږي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.