کور / تازه خبرونه / کندهار : د وسله والو د يوه قوماندان د وژلو ادعا وسوه

کندهار : د وسله والو د يوه قوماندان د وژلو ادعا وسوه

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي ددې ولايت په خاکرېز اولسوالۍ کي ئې د وسله والو طالبانو يو قوماندان وژلى .
چارواکي وايي چي ياد قوماندان ئې د خپلوڅلورو ملګرو سره د ملي امنيت او ملي اردو په عملياتو کي وژلي.
کندهار ولايت په دې اړه لراوبر ته يوه خبرپاڼه رالېږل او ليکي چي په دې عملياتو کي ئې د وسله والو طالبانو څخه يوشمېر وسلې اومهمات هم نيولي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.