کابل چاپ ورځپاڼو پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې لیکلي ولسمشر حامد کرزی به ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي.
ورځپاڼې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له خولې لیکلي تمه ده د ولسمشر کرزي سفر سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو یو نوی فصل پیل شي.
خدمتګار ورځپاڼې پوښتنه کړې پاکستان ته به د کرزي سفر ګټور وي؟
ورځپاڼه د شنونکو په نکل لیکي، د پاکستان د ملکي حکومتونو هڅې د دې هېواد پوځي او څارګرې ادارې سبوتاژوي او اوس هم د پاکستان بهرنۍ پالیسۍ د پوځ او څارګرې ادارې په لاس کې ده.
د دوي په اند پاکستان ته به د افغان ولسمشر حامد کرزي سفر هم له ځانه سره د تېر په څېر د پاکستاني چارواکو تشې ژمنې ولري او بس.
د ملي باور په سرمقاله کې راغلي افغانان په پاکستان دومره بې باوره شوي دي، چې هېڅکله هم په دې هېواد باندې باورنه شي کولای، چې رغنده ګام به پورته کړي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې پاکستان هم مجبوریت لري،چې له هند سره په سیمه کې د شته تربګنیو له امله هم له افغانانو سره راشه درشه ولري او هم ورسره ژور اختلافات ولري.
د سرمقالې د لیکوال په باور پاکستان له افغانستان سره هېڅکه د یوښه ګاونډي په توګه چلند نه کوي.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي افغان حکومت باید د پاکستان د سولېدلیو پوځي پالیسیو او دافغانستان پروړاندې له شوم نیت ښه خبرووسې او هرګام د هېوادنیو ګټو سره سم پورته کړي.
محور ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي ترپټو مسایلو ها خوا حکومت باید اوس ولس سره هغه معلومات شریک کړي،چې په ښکاره یې پاکستان ته د تلو لپاره د شرط په توګه وړاندې کوي.
د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې آیا پاکستان هغه شرایط ومنل،که یې منلي دڅه په مقابل کې ، او که یې نه دي منلي،نوبیا دغه سفر دڅه لپاره کیږي؟
سرنوشت په خپله سرمقاله کې لیکي افغان دولت پرپاکستان دفشار ټکي لري ،خو له بده مرغه یا یې نه کاروي او یا یې هم د کارولو توان نه لري.
د لیکوال په اند د پاکستان د لاسوهنې پروړاندې لاسوهنه ،د حملې پروړاندې حمله ،دماین پروړاندې ماین،د جاسوس پروړاندې جاسوس… کارول هم یوه هغه لاره ده ،چې فکر پرې کېدای شي.
د لیکوال په اند کله چې اراده رامنځ ته شي،توان هم رامنځ ته کیږي اوترخپلې وسې باید دا سیاست وکارول شي.